پل علم (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٢): د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې د ګډو عملياتو په ترڅ کې ١٥ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق د غبرګولي په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې عمليات پرون د محمد اغې په سرخاب سيمه کې پيل شوي دي.
د ده په وينا، دغه عمليات ځکه پيل شوي، چې له يادې سيمې د عينک د مسو پروژه او کان کيندونکي تر ګواښ لاندې و.
د صادق په خبره، چې عمليات د ګډو ځواکونو له خوا ترسره کېږي او د ايساف هوايي مرسته هم ورسره ده.
نوموړى زياتوي، چې د عملياتو پر مهال ځاى ځاى د وسله والو له مقاومت سره مخ شوي، خو امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
هغه زياته کړه، چې په سيمه کې به له عملياتو وروسته سيمه ييز پوليس هم ځاى پر ځاى کړي.
دغه راز د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وايي، چې په محمد اغه کې پيل شوي عمليات په بري سره روان دي او تر بشپړ امنيت پورې به دوام ولري.
د سيمې يو اوسېدونکى جمال وايي، خلک په اندېښنه کې او د جګړې له وېرې له خپلو کورونو نه راوځي.
هغه وايي، تېره ورځ دوه ځلې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ لنډې نښتې وشوې، خو ده يې د پايلې په اړه ناخبري وښوده.
وسله والو طالبانو په محمداغه کې دوى ته د اوښتي زيان په اړه څه نه د ويلي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن