ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ګواښونو د مس عينک پروژې چارې په ټپه درولې دي

امنيتي ګواښونو د مس عينک پروژې چارې په ټپه درولې دي

author avatar
17 Jun 2013 - 17:41
امنيتي ګواښونو د مس عينک پروژې چارې په ټپه درولې دي
author avatar
17 Jun 2013 - 17:41

پل علم (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٢): له تېرو شپږو کلونو راهيسې د مس عينک د پروژې کار د بېلا بېلو عواملو له کبله له خنډ او ځنډ سره مخ دى.

د محمداغې ولسوال عبدالحميد حامد وايي، چې د مس عينک پروژې کار کوونکو ته امنيتي ګواښ او په دې سيمه کې د تاريخي اثارو شته والي، کار له خنډ سره مخ کړى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، کله کله پر کان کيندونکو او د کمپنۍ پر کار کوونکو راکټي بريدونه هم کېږي، چې د دې سترې ملي پروژې پر وړاندې ستونزې راولاړوي.

ولسوال زياتوي، د کمپنۍ چينايي کار کوونکو ورته ويلي، که د دوى امنيت خوندي نه شي، نو کار به ودروي.

ده زياته کړه، چې د يادې پروژې د امنيت خوندي کولو په موخه يې هڅې پيل کړې دي.

د ولسوال په وينا، د پروژې په شاوخوا سيمو کې د لرغونو اثارو د را ايستلو کار يې هم ځنډولى او په دې اړه يې د اطلاعاتو او کولتور وزارت هم په جريان کې کړى دى.

هغه زياتوي، د لرغونو اثارو د را ايستلو لړۍ بايد د تېر ١٣٩١ کال تر پايه بشپړه شوې واى، خو تر دې مهاله د سيمې ٧٠٠ کار کوونکي په دې نه دې توانېدلي، چې دغه لرغوني اثار راټول کړي او د کار پر وړاندې شته خنډ له مخې لرې کړي.

د ده په خبره، د يادو ستونزو له امله د “اېم سي سي” چينايي کمپنۍ تر نيمايي ډېر کار کوونکي له سيمې تللي او د کان کيندنې چارې په ټپه ولاړې دي.

د عينک د مسو کان شپږ کاله مخکې د “اېم سي سي” په نوم چينايي کمپنۍ ته وسپارل شو، چې د امنيتي او تخنيکي خنډ له امله د مسو را ايستلو په کار کې هېڅ پرمختګ نه دى شوى.

د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل هم دا مني، چې د مس عينک پروژې د کار پر وړاندې امنيتي خنډونه د دې لامل شوي، چې په چارو کې يې ځنډ راشي.

نوموړي ادعا وکړه، چې د يونسکو له لوري په سيمه کې د تاريخي اثارو د موندنې په کار کې خيانت او فساد روان دى.

وکيل زياتوي، د تاريخي اثارو د موندنې لپاره د سلګونو کارګرو په نوم پيسې او معاشونه راځي، خو په دې پروژه کې تر ٥٠ کسه زيات کارګر نشته.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د دې سترې ملي پروژې کار د تاريخي اثارو د موندنې په پلمه ځنډېدلى دى؛ په داسې حال کې چې له دې پروژې هر کال ميليونونه ډالر عوايد ترلاسه کېداى شي.

د ولايتي شورا رييس وايي، چې د دې پروژې پر وړاندې ځينې غربي هېوادونه او نړيوال بانک په ګډه سياسي، امنيتي او اقتصادي خنډونه جوړوي.

نوموړي دغه راز ادعا وکړه، چې د نړيوال بانک له لوري د مس عينک پروژې د شاوخوا کليو خلک د کابل سرينا هوټل ته ورغوښتل کېږي او هلته د پروژې خلاف ناسمې مشورې ورکوي.

خو د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وايي، د کان کيندنې په مخکې هېڅ ستونزه نشته او د کمپنۍ يو شمېر چينايي کار کوونکي په رخصتۍ خپلو کورونو ته تللي دي.

خو يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وايي چې د امنيتي ګواښونو او راکټي بريدونو له امله کار له خنډ سره مخ شوى او ډېرى چينايي کارکوونکي له سيمې وتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د محمداغې په سرخاب دره کې ګډ پوځي عمليات پيل شول، ترڅو د عينک د کان پر وړاندې شته امنيتي ګواښونه له منځه ولاړ شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.