ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال رازق د طالب بنديانو د وژلو ادعا رد کړه

جنرال رازق د طالب بنديانو د وژلو ادعا رد کړه

author avatar
17 Jun 2013 - 12:14
جنرال رازق د طالب بنديانو د وژلو ادعا رد کړه
author avatar
17 Jun 2013 - 12:14

کندهار (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٢): وسله وال طالبان ادعا کوي، چې د کندهار امنيه قوماندان په بېلابېلو ولسواليو کې ٣٢ طالب بنديان په ډله ييزه توګه وژلي، خو د کندهار امنيه قوماندان بيا دغه ادعاوې ردوي او وايي، چې وسله وال په دې ډول تبليغاتو کې خپلې ګټې ګوري.

د وسله والو طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي له خوا رسنيو ته په استول شوې اعلاميه کې ادعا شوې، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د کندهار په ارغستان، سپين بولدک او تخته پُل ولسواليو کې د دوى ٣٢ کسان چې په بېلابېلو زندانونو کې بنديان وو، په ډله ييزه توګه وژل شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي، له دې ډلې ٦ تنه د سپين بولدک ولسوالۍ په قراره ګاه، ٨ تنه د تخته پُل په بوزو څوکۍ، ٦ تنه د ارغستان په بالا ژړه، ٧ تنه په شين نري سيمه کې او ٥ نور د ارغستان په توره ګاره سيمه کې تر بند او شکنجې وروسته په ډله ييزه توګه وژل شوي دي.

خو د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د وسله والو طالبانو دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي، چې وسله وال مخالفين د دغه راز تبليغاتو له لارې ناوړه استفاده کوي او د خلکو ذهنيتونه بدلوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که بنديان وژل کېداى، نو دا مهال په کندهار کې تر ١٨٠٠ زيات بنديان شته، چې ډېر يې په وسله والو پورې تړاو لري، نو هغوى به وژل شوي وو.

نوموړي زياته کړه: ((کله چې وسله وال مخالفين زموږ پر پوستو بريدونه کوي او پوليس وژني، هغوى ورته جهاد وايي، خو که پوليس د خپل وطن او خلکو د ساتنې په موخه د هغوى د بريدونو ځواب ووايي او په جګړه کې وسله وال ووژل شي، نو هغوى بيا دغه راز ادعاوې کوي.))

دى وايي، همدا اوس په ګڼو ولسواليو معروف، ارغستان، پنجوايي، ميوند، خاکرېز او ځينو نورو ولسواليو کې عمليات روان دي او دغه کسان په زندانونو کې نه بلکې په جګړه کې په داسې حال کې وژل شوي، چې دولت ضد فعاليتونه يې کول.

هغه وويل، يوازې تېره اونۍ په يادو شوو او ځينو نورو ولسواليو کې د عملياتو په پايله کې ٢٧ وسله وال وژل شوي او ١٢ نور ژوندي نيول شوي دي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.