خوست (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٢): په خوست کې د امنيتي ځواکونو له لوري له ډيورنډ کرښې د اوښتو پر مهال څلور ځانمرګي نيول شوي دي.
د خوست ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د روزنې لپاره پاکستان ته روان وو.
د خبرپاڼې له مخې، له ډيورنډ کرښې د اوښتو پر مهال اوه کسه نور هم نيول شوي، چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره يې اړيکې درلودې.
خبرپاڼه د خوست د ملي امنيت د رييس جنرال عبدالواسع احمدزي له قوله ليکي، دغه اوه تنه يې د تېرې يوې اونۍ په اوږدو کې نيولي دي.
احمدزى همداراز وايي، نيول شوو کسانو د څېړنو پر مهال دا منلې، چې پاکستان ته د ځانمرګو بريدونو د روزنې په موخه روان وو.
په خبر پاڼه کې د دغو کسانو د نيول کېدو د سيمې او ځاى يادونه نه ده شوې.
خبرپاڼه په خوست کې د تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا د قوماندان بريد جنرال ناصر هدايت له خولې ليکلي، چې تېره ورځ يې د خوست په صبريو کې دوه ماين خښوونکي لاس په لاس نيولي او په همدې سيمه کې يې يو ٨٢ ملي متري توپ هم نيولى دى.
د خوست والي جبار نعيمي ويلي، چې په خوست کې د ټينګ امنيت راتلو لامل د امنيتي ادارو همغږي ده.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن