ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولايتي شوراګانو د نظارتي رول په ساتنه ټينګار وشو

د ولايتي شوراګانو د نظارتي رول په ساتنه ټينګار وشو

author avatar
17 Jun 2013 - 17:33
د ولايتي شوراګانو د نظارتي رول په ساتنه ټينګار وشو
author avatar
17 Jun 2013 - 17:33

 کابل (پژواک٢٧غبرګولى ٩٢):د ولايتي شوراګانو رييسانو په امنيتي ګواښونو او د ولايتي شوراګانو دقانون په نوې مسوده کې د نظارتي نقش په لرې کولو اندېښنه څرګنده  او ددغو دوو  ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه .

 نن د ولايتي شوراګانو رييسانو او د مشرانو جرګې رييس او مرستيالانو د ولسي جرګې دکنفرانسونو په تالار کې د يوې ناستې په ترڅ کې د ولايتي شوراګانو په صلاحيتونو، د شوراګانو په رول او امنيتي ستونزو بحث وکړ .

 د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد په نننۍ خبري غونډه کې وويل، چې ولايتي شوراګانو د هغه قانون له مخې ، چې په ١٣٨٦ لمريز کال کې ترتيب شوى و، نظارتي رول  درلود .

خو د هغه په وينا، د ولايتي شوراګانو کوم قانون چې همدا اوس په ولسي جرګه کې دى ، د ولايتي شوراګانو نظارتي رول په مشورتي رول بدل شوى دى .

 هغه او د ولايتي شوراګانو ځينو نورو ريسانو هم غوښتنه وکړه ، چې ولايتي شوراګانو ته دې نظارتي رول ورکړل شي .

د غزني د ولايتي شورا رييس عزيزالله پويا وويل ، چې د ولايتي شوراګانو غړي له امنيتي ستونزو  سره مخ دي او په دې وروستيو کلونو کې  ددغو شوراګانو څلور رييسان او شپږ غړي په وسله والو بريدونو کې وژل شوي دي .

نوموړي زياته کړه : “همدا اوس د ملي امنيت د محترم رياست له خوا راته په پرله پسې ډول مکتوب راځي ،چې ژوند دې  په خطر کې دى ، په کوېټه کې د طالبانو شورا تصميم نيولى، چې په تاسې بريد وکړي، په نورو ولايتونو کې هم د ولايتي شوراګانو غړو ته همداسې ويل شوي  دي .”

 دده په وينا، چې تر اوسه پورې د ولايتي شورا د غړو د امنيت خوندي کولو لپاره دامنيتي ارګانونو له خوا هېڅ عملي اقدام نه دى شوى ،هغه زياته کړه : ” په دې وروستيو کې دکورنيو چارو وزارت له خوا يو مکتوب راغلى، چې د ولايتي شوراګانو ساتونکي دې حذب شي .”

 د زابل ولايت د ولايتي شورا مرستيالې فوزيې يونيسي ، چې  د غبرګولي مياشتې په ٢٠ مه ددغه ولايت په مرکز کې په يوه ځانمرګي بريد کې سرسري ټپي شوې وه ، له پژواک سره په خبرو کې له امنيتي ستونزو سر وټکاوه او ويې ويل، چې پخوا د ولايتي شورا هر رييس دوه ساتونکي لرل؛ خو له نږدې يوې مياشتې راهيسې دکورنيو چارو وزارت دغه ساتونکي بېرته خپلو پخوانيو دندو ته غوښتي دي .

 ده او د ولايتي شوراګانو ځينو نورو رييسانو هم وويل، چې په دغه برخه کې له سره کتنه وشي .

د مشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل ، چې د ولايتي شوراګانو د استازو ستونزې د اندېښنې وړ دي او بايد چې دحل په موخه يې اقدام وشي .

 هغه وويل، په همدې موخه يې د امنيتي ارګانونو له چارواکو څخه غوښتي، څو راتلونکې چهار شنبه مشرانو جرګې ته حاضر شي .

نوموړي څرګنده کړه ، چې د ولايتي شوراګانو د غړو ستونزې به هم له هغوى سره مطرح کري .

دکورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش پژواک خبري آژانس ته وويل، چې د ددولت د مهمو کسانو له کړنلارې سره سم بايد د ولايتي شورا د هر رييس لپاره درې ساتونکي وګومارل شي ، چې دغه چاره اوس هم پر ځاى ده .

د هغه په خبره ، له دغې کړنلارې سره سم بايد د ولايتي شورا ګانو رييسان د باور وړ کسان دغه وزارت ته معرفي کړي ،څو وزارت له لازمې روزنې وروسته ، هغوى د ساتونکي په توګه وګوماري .

 نوموړي وويل:”د ولايتي شورا ګانو ځينې رييسانو تر اوسه پورې داسې کسان دغه وزارت ته نه دي ور پېژندلي او هغه شمېر کسان ، چې وزارت ددغو رييسانو د ساتونکو په توګه ګومارلي وو ، بېرته پخوانيو دندو ته غوښتي ، څو رييسان د کړنلارې مطابق خپل باوري کسان ور وپېژني .

دانش زياته کړه، چې دکورنيو چارو وزارت د ولايتي شورا د غړو د امنيت په خوندي کولو کې هېڅ ډول غفلت نه دى کړى .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.