ژبه

امریکا له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې پیلوي

جاويد هميم کاکړ

۲۸ غبرګولی ۱۳۹۲ - ۲۰:۱۲

Views: ۷۵

کابل ( پژواک ۲۸ غبرګولی ۹۲) : په قطر کې د طالبانو ددفتر تر پرانستل کیدو سمدستي سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چي دوی له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې کوي.

د راپورونو له مخې نن دغبرګولي په ۲۸مه، مازیګر ناوخته د قطر په پلازمینه دوحه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانستل شو.

راپورونه وایي چې په دې مراسمو کې د طالبانو پخواني دیپلومات سهیل شاهین او ډاکټر نعیم برخه اخیستې وه.

ددفتر تر پرانستل کیدو وروسته د دسپینې ماڼې یوې سرچینې اعلان وکړ، چې دوی غواړي په قطر کې له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې وکړي.

سرچینې زیاته کړې چې د طالبانو ددفتر پرانستل کیدل یو ښه اقدام دی او په راتلونکو څو ورځو کې به دامریکا او طالبانو پلاوي په دوحه کې خبرې پیل کړي.

تر دې مخکې نن په کابل کې ولسمشر حامد کرزي د ناټو سرمنشي سره دیوه ګډ خبري کانفرانس پر مهال اعلان وکړ چې دوی به هم دسولې د خبرو لپاره یو پلاوی قطر ته ولیږي.

دسپینې ماڼۍ سرچینې ویلي چې طالبانو سره د خبرو اترو په لومړي پړاو کې به دبندیانو تبادله وي، خو په لومړیو مرحلو کې به دیوه بل ددریځ په اړه معلومات ترلاسه کول وي.

تیر کال په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ ابتدایي خبرې شوې وې، خو وروستو دغه خبرې اترې بې نتیجې پای ته ورسیدې.

تر هغې وروسته امریکا په بار بار سره دا خبره تکراروله چې طالبانو سره په هغه شرط خبرې کیږي، چې دافغانستان اساسي قانون ومني، له جګړې او نړیوالو ترهګرو لاس واخلي او د بشري حقوقو او ښځو حقوقو ته درناوی ولري، اوس به وکتل شي چې طالبان دغه شرطونه مني او که امریکا له دې شرطونو تیریږي.

طالبانو نن هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددې دفتر پرانستل کیدل تایید کړي دي.