ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راسموسن: افغان ځواک د دښمن د ماتې وړتيا موندلې

راسموسن: افغان ځواک د دښمن د ماتې وړتيا موندلې

author avatar
18 Jun 2013 - 13:06
راسموسن: افغان ځواک د دښمن د ماتې وړتيا موندلې
author avatar
18 Jun 2013 - 13:06

کابل (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢): ناټو يو ځل بيا په ډاګه کړه، چې افغانستان به يواځې نه پرېږدي او تر ٢٠١٤ کال وروسته به د اړتيا پر مهال له افغان ځواکونو سره په جګړو کې مرسته کوي.

دغه څرګندونې د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسمون د غبرګولي په ٢٨مه په کابل کې افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد د پنځم او وروستي پړاو په اړه نيول شوو مراسمو ته د وينا پر مهال وکړې.

هغه له افغان ولسمشره مننه وکړه، چې د امنيت د لېږد د پنځم او وروستي پړاو اعلان يې وکړ او زياته يې کړه، چې نن د نړيوالې ټولنې او افغانانو لپاره مهمه ورځ ده چې افغان ځواکونه وکولى شي د خپل ټول هېواد د امنيتي چارو مسووليت پر غاړه اخلي.

نوموړي زياته کړه: ((دا د افغانانو لپاره د وياړ ځاى دى او زه وياړم چې نن په دغه مهم پړاو کې له دوى سره دلته يم.))

راسموسن وويل، چې دى ټولو افغان ځواکونو او د دوى بهرنيو همکارانو ته سلام او درناوى کوي چې نن يې په دغو مراسمو کې ګډون کړى دى.

د هغه په وينا، افغان ځواکونو له ډېرو قربانيو سره د خپل هېواد او ولس دفاع او ساتنه کړې ده.

د ناټو سرمنشي وويل، چې د افغان ملي ځواکونو او نړيوال سرتېرو له قربانيو او هلو ځلو وروسته نړيوال ترهګر نور په افغانستان کې خوندي ځالې نه شي لرلى.

نوموړي دغه راز په دغه جګړه کې د ټپي شوو سرتېرو يادونه وکړه او ويې ويل، چې يو شمېر بهرني او افغان ټپي سرتېري دلته ناست دي، د دوى قربانۍ د قدر وړ دي.

راسموسن په افغانستان کې د ايساف ځواکونو چې د پنځوسو هېوادونو اړوند دي، ستاينه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د قرارداد له مخې دلته خپل ماموريت ترسره کوي.

هغه په کابل کې د ملي دفاعي او امريکايي پوهنتونونو جوړېدل په افغانستان کې د پرمختګونو يوه بېلګه وبلله.

راسموسن زياته کړه، چې په ملي دفاعي پوهنتون کې به ځوان افغان سرتېري او افسران په ښو معيارونو وروزل شي.

د ناټو سرمنشي وويل، چې لس کاله مخکې په افغانستان کې هېڅ اردو نه وه، پنځه کاله مخکې په محدوده پيمانه اردو جوړه شوه، خو دا دى د نړيوالې ټولنې په همکارۍ افغانستان د ٣٥٠ زره سرتېرو لرونکې اردو خاوند دى.

هغه زياته کړه: ((افغان ملي ځواکونه پياوړي دي په خپله عمليات ترسره کوي او خپل دښمن يې له ماتې سره مخ کړى دى.))

راسموسن وويل، چې په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د لېزبون په غونډه کې ناټو افغان ملي ځواکونو ته د امنيت د لېږد پلان جوړ کړ په ٢٠١٢ کال کې په شيکاګو کې دغه کار ته وروستۍ بنه ورکړل شوه او دغه دى نن عملي کېږي.

هغه زياته کړه: ((نن موږ هغه هدف ترلاسه کړ، چې درې کاله مخکې مو ټاکلى و.))

نوموړى وايي، چې د افغان ځواکونو له خوا د امنيت او عملياتو مسووليتونو په ترلاسه کولو سره ناټو له جګړه ييز ماموريت څخه د روزنې، همکارۍ او مشورې نوي ماموريت ته اوړي.

خو نوموړي وويل، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به په افغانستان کې د ناټو په نوي ماموريت کې پاتې کېدونکي ځواکونه د اړتيا پر مهال له افغان ځواکونو سره په عملياتو کې مرسته کوي.

نوموړي وويل، چې افغان ځواکونو ته د ټول امنيت په لېږد سره ناټو او افغان ځواکونه ١٨ مياشتې سختې ورځې په مخ کې لري.

د راسموسن په وينا، د ٢٠١٥ کال له پيل سره سم به يو نوى فصل پرانيستل شي، ناټو به د نوي ماموريت تر څنګ د هغو لاسته راوړنو او پرمختګونو د دوامداره ساتلو هڅې کوي چې په تېرو ١١ کلونو کې يې ترلاسه کړي دي.

دى وايي، چې ناټو له خپلو متحدينو سره د ٢٠١٥ کال په پيل کې نوى بل ډول ماموريت د ((پرېکنده ملاتړ)) په نامه پيلوي.

د ناټو سرمنشي وويل، چې په تېرو ١١ کلونو کې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره غوڅ ملاتړ وکړ او پر خپلو ژمنو يې وفا وکړه، خو نړيوالې ټولنې له افغان حکومت څخه د ښې حکومتوالۍ، د اداري فساد پر ضد مبارزه او د بشري حقونو د ملاتړ غوښتونکې ده.

هغه زياته کړه، چې د افغان حکومت له خوا د دغو کارونو ترسره کول د نړيوالې ټولنې د دوامداره مرستو او ملاتړ لپاره لازم دي.

د راسموسن په وينا، په دې برخه کې د راتلونکي کال له ازادو، رڼو او عادلانه ټولټاکنو سره مهم رول ترسره کولى شي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.