ژبه

په مردان کې ځانمرګي بريد ٢٠ تنه ووژل

قيصر يوسفزى

۲۸ غبرګولی ۱۳۹۲ - ۱۹:۲۰

Views: ۱۳۲

اسلام اباد(پژواک،٢٨غبرګولى٩٢): د خيبر پښتونخوا ايالت دمردان په سيمه کې د جنازې په مراسمو کې  دشوي ځانمرګي بريد له امله د ولايتي شورا دغړي په ګډون  ٢٠ تنه وژل شوي دي.

 د خيبر پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي د غبرګولي په ٢٨مه خبريالانو ته وويل،چې  په دغه بريدکې د ياد ايالت دولايتي شورا غړي عمران مهمند په ګډون ٢٠  تنه وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي.

 د مردان پوليسو مشر جعفر خان  رسنيو ته وويل، چې  دغه بريد نن شاوخوا  څلوربجې د مردان اړونده شيرګړه سيمه کې د جنازې  په مراسمو کې  ترسره شوى دى.

 د جعفرخان په وينا، د عبدالله په نوم يوتن ځايى اوسيدونکى ،  چې تېره شپه  د ناپيژاندو وسله والو له خوا وژل شوى و ، دهغه د جنازې په مراسمو کې دغه پېښه رامنځته شوې ده.  

 نوموړي زياته کړه، چې په دغه بريد کې ٥ تنه ځاى پرځاى وژل شوي  او پاتې ١٥ کسانو په روغتون کې دسختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

 دده په وينا، د پيښې ټپيان د مردان او پيښور ملکي روغتونونو ته انتقال شوي دي.

 ديادې پيښې مسووليت تردې مهاله چاپرغاړه نه دى اخيستى.