کابل ( پژواک ۲۹ غبرګولی ۹۲) : د امريکا د بهرنيو چارو وزير ولسمشر حامد کرزي سره ديوه ټيليفوني اړيکې پر مهال ډاډ ورکړ، چې د قطر حکومت د طالبانو له دفتر څخه د (اسلامي امارت) لوحه ښکته کړی دی.
د قطر په پلازمينه دوحه کې پرون د طالبانو دفتر ديو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو او د طالبانو سپين بيرغ پرې ورپول شو او ددفتر پر لوحه ( داسلامي امارت سياسي) دفتر ليکل شوی و.
د افغانستان حکومت له دغه کار سره کلک مخالفت وښود او نن د افغانستان حکومت له امريکا سره پر امنيتي سند د خبرو څلورم پړاو د درولو او د قطر په خبرو اترو کې د ونډې نه اخيستو اعلان وکړ.
له ارګ څخه د غبرګولي په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري نن ولسمشر کرزي سره د وروستيو رامنځته شويو حالاتو په اړه خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې چې کيري ولسمشر ته ډاډ ورکړ، چې د قطر حکومت په دوحه کې د طالبانو ددفتر هغه لوحه ښکته کړې چې پرې (اسلامي امارت) ليکل شوی او پر ځای يې يواځې د طالبانو دفتر ليکل شوی.
کيري په دې اړيکه کې ويلي په دوحه کې به دطالبانو ددفتر تر ادرس لاندې خبرې کيږي.
د هغه په وينا، د قطر حکومت په دې اړه یوه اعلاميه خپره کړې او ډير ژر به دامريکا حکومت اعلاميه خپره کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې جان کيري په ټینګار سره وویل چې هيواد یې به خپلو هغو ژمنو کلک ولاړ وي چې د قطر ددفتر په اړه يې دافغانستان له حکومت سره کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر حامد کرزي ددې اړیکې پر مهال څرګنده کړه چې د قطر د دفتر د پرانېستل کېدو پرڅرنګوالي ډیر منفي غبرګونونه رابرسیره شول.
هغه د امریکا له بهرنیو چارو وزیر وغوښتل چې د امارت اسلامي د لوحې د لرې کولو خبر دې په نړیواله کچه خپور شي.
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې جان کیري د قطر ددفتر پر سر د راپیدا شویو ناندریو وروسته نن دوه ځلې دافغانستان ولسمشر حامد کرزي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
بلخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې پرانستل شوی دفتر د طالبانو سیاسي دفتر دی ، نه د اسلامي امارات .