کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٢): د ولسي جرګې يوه غړې وايي، وسله والو طالبانو د پاکستان په کوېټې ښار کې د افغانستان پر ملي شورا د ډله ييز بريد پلان جوړ کړى دى.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازې او د جرګې د کورني امنيت کمېسيون غړې شکېبا هاشمي نن د دې جرګې په عمومې غونډه کې وويل، چې په دې اړه د ملي شورا د امنيتي چارو رياست د ولسي جرګې د دارالانشا رياست ته تېره ورځ مکتوب استولى دى.
هغې د دغه مکتوب پر بنسټ وويل، طالبان پلان لري، چې له روژې مياشتې ٦ ورځې وړاندې د ملي شورا پر ودانۍ بريد وکړي.
د شکېبا هاشمي په وينا، د دغه مکتوب له مخې، د ياد بريد پلان د غبرګولي په ٢٦مه د پاکستان په کوېټې ښار کې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر تر مشرۍ لاندې په يوه ناسته کې جوړ شوى دى.
هاشمي زياته کړه، چې په ياده غونډه کې د پاکستان د استخباراتي شبکې يو شمېر جنرالانو او د افغانستان د ٣٤ولايتونو لپاره د طالبانو واليانو هم برخه لرله.
هغې وويل، په مکتوب کې راغلي، طالبان پلان لري، چې د ملا منصور د درېيو کسانو او پاکستاني طالبانو د يوه قوماندان په ګډون شل کسيز ګروپ د ياد بريد په موخه د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ له لارې د کابل خاکجبار ولسوالۍ ته او له هغه ځايه بګراميو ولسوالۍ ته ورسوي.
هغه وايي، طالبانو پتېيلې چې دغه ګروپ تر بريد مخکې په يوه نيمه کاره درې پوړيزه ودانۍ کې مېشت شي.
دې وويل، د دغه پلان له مخې به بريد کوونکي په پيکا، راکټ، لاسي بمونو او ځانمرګو واسکټونو سمبال وي.
هاشمي د ياد مکتوب له مخې وايي، چې دغه وسله وال د بې پلېټه پراډو موټر او د کمپوټري جعلي پلېټ لرونکي ټونس موټر په وسيله کابل ته ننوځي.
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دغه اشدمحرم راپور مې ځکه افشا کړ تر څو د وينې تويېدو مخه ونيول شي او امنيتي ارګانونه ځانونه بيدار کړي، تر څو دغه او دې ته ورته د نورو وسله والو بريدونو مخه ونيسي.))
د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي وويل، چې د ياد مکتوب په اړه دى هم اطلاع لري او امنيتي ځواکونه هم پرې خبر دي.
هغه وويل، چې د دې او دې ته د ورته نورو پلانونو د شنډولو لپاره امنيتي ارګانونه پوره چمتوالى لري.
شکېبا هاشمي د ياد مکتوب يوه کاپي پژواک خبري اژانس ته هم ورکړې ده.
په مکتوب کې راغلي، چې د دغه پلان په اړه معلومات له کورنيو چارو وزارت څخه ترلاسه شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي پژواک ته وويل، چې د کورنيو چارو وزارت د دا ډول پلانونو د مخنيوي لپاره اړين تدابير لري.
هغه زياته کړه، چې د ا فغانستان د خلکو او استازو د امنيت ساتل د امنيتي ځواکونو دنده ده او دغه دنده به تر سره کوي.
خو هغه وويل، چې د ياد مکتوب په اړه سم له لاسه معلومات په واک کې نه لري.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د دغه مکتوب په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن