ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د “اسلامي امارت” په نوم هېڅ بنسټ په رسميت نه پېژني

ولسي جرګه د “اسلامي امارت” په نوم هېڅ بنسټ په رسميت نه پېژني

author avatar
19 Jun 2013 - 16:56
ولسي جرګه د “اسلامي امارت” په نوم هېڅ بنسټ په رسميت نه پېژني
author avatar
19 Jun 2013 - 16:56

کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٢): ولسي جرګه په قطر کې د طالبانو لپاره پرانيستل شوى دفتر (د افغانستان د اسلامي امارت سياسي دفتر) په نوم په رسميت نه پېژني.

تېره ورځ په قطر کې د طالبانو لپاره سياسي دفتر پرانيستل شو او د امريکا متحده ايالتونو په ګډون ځينو نورو هيوادونو يې ملاتړ وکړ.

افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ وويل، چې په قطر کې د طالبانو دفتر بايد د نورو هېوادنو د موخو لپاره وسيله نه شي او په ياد هېواد کې د سولې د خبرو له پيلېدو وروسته بايد ژر دغه پروسه افغانستان ته ولېږدول شي.

کرزي څه موده وړاندې ويلي و، ځيني بهرنيان هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهير د ځان په ګټه وکاروي.

ولسي جرګې په قطر کې د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر له جوړېدو سره مخالفت وکړ او خپله نننۍ عمومي غونډه کې په دې اړه اعلاميه خپره کړه.

په اعلاميه کې راغلي، چې ولسي جرګه له ټولو هغو حرکتونو ملاتړ کوي، چې په هېواد کې د سولې د راتګ لامل کېږي، خو ټول هغه حرکتونه، چې په هېواد کې د تاوتريخوالي کچه لوړوي په کلکه غندي.

د اعلاميې له مخې، ولسي جرګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت له ادرس پرته د سياسي دفتر جوړل د ټولو نړيوالو موازينو او د هېواد د نافذو قوانينو خلاف بولي او ردوي يې.

سرچينه زياتوي، چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هر ډول خبرې بايد د افغانانو له خوا ترسره شي او د خبرو مشري بايد افغان دولت وکړي.

ولسي جرګې په خپلې اعلاميه کې ټينګار کړى، چې د ملي شورا له پرېکړي وروسته بايد له وسله والو مخالفينو سره د سولې رسمي خبرې پيل شي.

سرچينه زياتوي: ((ولسي جرګه د امارت اسلامي په نوم هيڅ بنسټ په رسميت نه پېژني او د مذاکراتو په پروسه کې د دې کلمې له کارولو سره مخالفت لري.))

د اعلاميه له مخې، ولسي جرګه غواړي چې افغان دولت له اساسي قانون سره سم له وسله والو طالبانو سره په هېواد کې د سولې د ټينګښت په موخه خبرې وکړي.

يادې جرګې له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې د افغانانو په رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د کابل استازې شکريي بارکزۍ وويل، چې په قطر کې وسله والو طالبانو ته د فتر له جوړېدو سره مخالفه ده او دغه کار د افغانستان د دولت د مشروعيت په زيان بولي.

هغې زياته کړه، چې طالبان او امريکايان يو له بل سره زندانيان لري او د خپلو موخو د تر لاسه کولوپه موخه بايد د افغانانو لاسته راوړنې قرباني نه کړي.

بارکزۍ زياته کړه: ((زه هيله لرم چې د افغانستان راتلونکی سياسي استازيتوب د نړيوالو په لاس کې نه بلکې د افغانانو په لاس کې وي او افغانستان په دوو جغرافيو، چې يوې خواته د افغانستان امارت او بل خوا د افغانستان جمهوريت وي ونه ويشل شي.))

په ولسي جرګه کې د کندهار استازى محمدنعيم لالی حميدزي په قطر کې د وسله والو طالبانو د دفتر په اړه وايي: ((ملا عمر واک کرزي ته وسپاره او کرزی يې بېرته ملا عمر ته سپاري، هدف همدا دی بل څه نه دى.))

په ولسي جرګه کې د ډايکندي استازي اسدالله سعادتي وايي، طالبانو ټينګار کړى، چې له افغان دولت نه بلکې له نړيوالې ټولنې سره خبرې کوي.

د هغه په وينا، د حيرانتيا خبره ده، چې څه موده وړاندې نړيوالې ټولنې د وسله والو طالبانو پر سر جايزې اېښې وې او اوس غواړي، چې له هماغو طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

دى وايي، چې افغان دولت بايد دغه دفتر په رسميت ونه پېژني او د تړلو لپاره يې خپل شرايط وړاندي کړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وويل، چې راتلونکې غونډه ته به د کورنيو چارو وزير زلمى رسول او د ملي امنيت سلاکار د توضيحاتو په موخه وغوښتل شي.

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.