فراه، پل علم (پژواک،٢٩غبرګولى٩٢): چارواکي په فراه او لوګر ولايتونو کې د ٢٦ وسلوالو طالبانو د وژلو دعوه کوي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د فراه په ولايت کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د دويمې پلې لوا د مطبوعاتو مسوول عبدالروف رحماني دغبرګولي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تيره شپه د ملي اردو او ايساف ځواکونو د بالا بلوک ولسوالۍ اړوند د شيوان په کلي کې چاڼيزعمليات پيل کړل .
دده په وينا په دغو عملياتو کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي ، ١٤ ټپيان دي او ٩ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.
رحماني زياته کړه، چې دوژل شويو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.
هغه وايي، چې د عملياتو پرمهال دملي اردو دري سرتيري هم ټپيان شوي دي.
دده په وينا ، دغه عمليات نن له غرمې وروسته پر يوه نيمه بجه پاي ته ورسيدل.
د ميرويس په نوم دسيمې يو اوسيدونکى وايي ، چې تيره شپه ناوخته په ياده سيمه کې جګړه وشوه ، خو له دې امله چې څوک د جګړې له وېرې له کورونو نه شوى وتلاى ، دى يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري .
ديوه بل خبر له مخې د لوګر دوالي وياند دين محمد درويش پژواک ته وويل چې ددغه ولايت د مرکز اړوند د کمال خېلو په کلي کې د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريد کې ٧ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه ، چې په وژل شو کسانو کې دملا اسماعيل په نوم د وسله والو طالبانو سيمه ييز قوماندان هم شامل دى.
دغه راز د برکى برک ولسوال محمد رحيم امين وايي، چې نن مازيګر مهال ددغه ولسوالۍ اړوند داونۍ سيدان په کلي کې ٨ تنه وسله وال پاکستانيان د ايساف په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
د هغه په وينا، دغو کسانو غوښتل چې په سيمه کې سړک ته ووځي اوهلته پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي.
ولسوال وايي، چې دوژل شويو کسانو مړي دکلي په جومات کې دي .
ددغه پيښو په اړه تراوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.