هرات، پل علم ( پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٢): په هرات او لوګر ولايتونوکې د پنځو ښوونځيو لپاره د ودانيو د جوړېدو کار پيل شو.
د هرات د پوهنې رياست وياند محمد معين صبور د غبرګولي په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل،چې دغه ښوونځي د فارسي،کهسان او پښتون زرغون په ولسواليو کې جوړيږي.
د ده په وينا،د دې ښوونځيو جوړېدل شپږ مياشتي وخت نيسي او په جوړېدو به يې د پنځه زره هلکانو او نجونو زده کوونکو لپاره د زده کړو شرايط برابر شي.
د صبور په خبره،د يادو ښوونځيو لګښت ٤٠٠ زره يورو کيږي،چې د فارسي ښوونځي ايټاليا، د پښتون زرغون د جاپان سفارت او کهسان ولسوالۍ د ښوونځي لګښت د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې ورکول کيږي.
د فارسي د دواب ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکى شېر پژواک اژانس ته وويل،چې تر دې مخکې يې د ځاى د نشتوالي له امله ډيرې ستونزې لرلې.
هغه وايي،چې ښوونځي يې يواځې څو خېمې لرلې او نورو زده کوونکو به د ونو تر سيوري لاندې زده کړه کوله.
دغه راز د لوګر دپوهنې رياست له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې په پل علم او خوشي ولسوالۍ کې د هلکانو او نجونو لپاره د دوو لومړنيو ښوونځيو د جوړېدو کار پيل شو.
د خبرپاڼې له مخې، هر ښوونځى لس لس درسي او دوه اداري خونې لري او لګښت يې د پوهنې وزرات له پراختيايي بوديجې ورکول کيږي.
خبرپاڼه کاږي،چې د دواړو ښوونځيو په ودانيو نږدې ٢٠٠ زره امريکايي ډالره لګښت راځي ،چې کار به يې په پنځو مياشتو کې بشپړ شي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن