ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال کې ٦٥ زره کورنۍ بې ځايه شوې دي

په شمال کې ٦٥ زره کورنۍ بې ځايه شوې دي

author avatar
20 Jun 2013 - 15:58
په شمال کې ٦٥ زره کورنۍ بې ځايه شوې دي
author avatar
20 Jun 2013 - 15:58

مزارشريف ( پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٢ ) : د شمال زون په نهو ولايتونو کې د ناامنيو او جنګونو له امله ۶۵ زره کورنۍ له يو ولايت څخه بل ولايت ته بې ځايه شوې دي.

په شمال زون کې د ملګرو ملتونو د مهاجرينو د عالي کميشنرۍ مطبوعاتي مسوول فهيم همدرد د بې ځايه شويو په نړيواله ورځ د غبرګولي په ۳۰مه،  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ۲۰۰۲ کال څخه تر دې دمه له ايران او پاکستان څخه يو ميليون افغانان په شمال زون کې خپلو سيمو ته ستانه شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په روان کال ۲۰۱۳ کې تر دې دمه ۴۰۰۰  بې ځايه شوې کورنۍ له ايران او پاکستان څخه شمال زون ته ستنې شوې دي.

د هغه په وينا، تېر کال تر دې مهاله ۵۰۰۰ کورنې له ايران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې وې، چې د افغانانو د بېرته ستنېدو پروسه کې د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه کمښت په ګوته کوي.

فهيم وويل، چې په روان کال کې د افغانانو په ستنېدو کې ۱۵سلنه کمښت د نا امنۍ، بې کاري، د سرپنا او د ځمکې د نه درلودو له امله دی.

نوموړي زياته کړه، چې له ۲۰۰۲ کال څخه تر دې دمه د شمال زون په نهو ولايتونو کې ۶۵ زره کورنۍ د جنګونو او ناامنيو له امله له يو ولايت څخه بل ولايت په بې ځايه کېدو مجبوره شوې دي.

د هغه په وينا، په ۲۰۱۲ کال کې يې د مهاجرينو او بې ځايه شويو په برخه کې ۷۰ بېلابېلې پروژې عملي کړې دي.

همدرد دغه راز وويل، چې دغه پروژې د پوهنې، سړک جوړونې، د څښاک اوبو، سرپنا، روغتيا  ، کار موندلو او حقوقي ملاتړ په برخو کې پلې شوې دي.

همداراز د پروژو تر څنګ د افغانستان په شمال کې يې بې ځايه شويو او راستنو شويو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکيو مرستې هم کړې دي.

د هغه په وينا، دغه مرستې د ۳،۶ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت شوې دي.

فهيم وويل، چې د ملګرو ملتونو د مهاجرينو عالي کميشنري په شمال زون کې په روان کال ۲۰۱۳ کې هم د پروژو د پيل او د مرستو کولو پلان لري.

د بلخ ولايت د مهاجرينو رييس عبدالصبور قادري پژواک اژانس ته وويل، چې له ۲۰۰۲ کال څخه تر دې دمه بلخ ولايت ته ۲۲زره کورنۍ بېرته ستنې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه کورنۍ د اروپا او نورو غربي هېوادنو تر څنګ له ايران او پاکستان څخه راستنې شوې دي.

د هغه په وينا، دغو کورنيو ته ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ په مرسته د مهاجرينو وزارت له خوا، د سرپنا  په موخه ښارګوټي جوړ شوي، چې سرپنا ورته ورکول کېږي.

قادري وويل، چې دوی د پوهنې، روغتيا، حقوقي ملاتړ او نورو بېلا بېلو برخو کې له بې ځايه شويو سره د مرستو هڅه کوي.

په شمال زون کې د کډوالو  او بې ځايه شويو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ مطبوعاتي مسوول فهيم وويل، چې په ۲۰۱۳ کال کې هم د ۲،۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پروژې او مرستې په پلان کې لري.

نوموړي زياته کړه، چې په روان کال کې د همدې پلان له مخې، په شمال زون کې په بېلابېلو برخو کې ۲۰ پروژې پيل شوې دي.

خو لا هم له نورو ملکونو څخه راستانه شوي افغانان وايي، چې د ژوند په چارو کې د لومړنيو اسانتياوو په پيدا کولو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد جميل پژواک اژانس ته وويل، چې دوه کاله مخکې له ايران څخه له خپلې کورنۍ سره وطن ته ستون شوی، چې په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخ دی.

نوموړي زياته کړه، چې لا هم سرپنا نه لري، د ژوند د اقتصادي ستونزو د حل لپاره لا هم د روزګار په موندلو کې پاتې راغلی دی.

د هغه په وينا، دولت بايد راستنو شويو سره د نورو افغانانو په پرتله ډېره مرسته وکړي، چې د ژوند له لومړنيو اړتياوو څخه برخمن شي.

د مهاجرينو د عالي کميشنرۍ مطبوعاتي مسوول وويل،  ښکاره خبره ده، چې د مهاجرينو او بې ځايه شويو کورنيو په برخه کې شوې مرستې او پروژې بسنه نه کوی؛ خو بيا هم دوی هڅه کوي، چې ددغو ستونزو کچه راټيټه کړي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.