جلال اباد-اسعداباد (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې د نورستان لپاره د وسله والو طالبانو والي په يوه هوايي بريد کې وژل شوى دى.
د نورستان والي تميم نورستاني د چنګاښ په لومړۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د نورستان لپاره د طالبانو والي مولوي دوست محمد خان له دوو ساتونکو سره د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې وژل شوى دى.
د نورستاني په وينا، چې نوموړى په نورستان کې ټول جنګي پروګرامونه پلانول او د دغه ولايت په ډېرو امنيتي پېښو کې يې هم لاس درلود.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي هم پژواک اژانس ته د طالبانو د نومول شوي والي وژنه تاييد کړې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې مولوي دوست محمد د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن