ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ دولتي سرتېري او پنځلس وسله وال وژل شوي

شپږ دولتي سرتېري او پنځلس وسله وال وژل شوي

author avatar
22 Jun 2013 - 11:58
شپږ دولتي سرتېري او پنځلس وسله وال وژل شوي
author avatar
22 Jun 2013 - 11:58

ترينکوت-کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٢): حکومتي مسوولين وايي، چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ٦ دولتي سرتېري او ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ځواکونو تېره ورځ د پکتيا په زېړوک ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ماين چاودنو له امله په هلمند، کندهار او غزني ولايتونو کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

بلخوا د کندهار ولايت مسوولين وايي، چې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې د يوه قوماندان په ګډون ٦  مخالفين وژل شوي دي.

د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د غورک ولسوالۍ د جن اباد په سيمه کې ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، په دې نښته کې د ملا زکريا په نوم د طالبانو د يو سيمه ييز قوماندان په ګډون ٦  وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

فيصل وايي، چې په دې نښته کې پوليسو او عامو وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د غورک ولسوالۍ په بريد کې يې يو شمېر سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن ولي داد پژواک اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په نښته کې يو پوليس هم وژل شوى او بل تن يې ټپي دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا په دې نښته کې د شپږو پوليسو د وژلو ادعا کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.