ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال کريمي: د ننګرهار په ځينو سيمو کې عمليات پيلوو

جنرال کريمي: د ننګرهار په ځينو سيمو کې عمليات پيلوو

author avatar
23 Jun 2013 - 17:12
جنرال کريمي: د ننګرهار په ځينو سيمو کې عمليات پيلوو
author avatar
23 Jun 2013 - 17:12

جلال اباد (پژواک ٢ چنګاښ ٩٢): د افغانستان د ملي اردو ځواکونو په ختيځ کې پيل کړي پسرلني عمليات پاى ته رسولي او په لړ کې يې د ګڼو وسله والو د وژلو خبر ورکړى دى.

په دې اړه د چنګاښ په ٢مه د لغمان په ګمبيري دښته کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ملي دفاع وزارت لوى درستيز تورن جنرال شېرمحمد کريمي، د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان، د لغمان والي او د ختيځو ولايتونو نورو ملکي او پوځي چارواکو بره اخيستې وه.

جنرال شېرمحمد کريمي وويل، چې د دولت وسله وال مخالفينو د روان لمريز کال له پيله راهيسې په داسې حال کې خپلو بريدونو ته زور ورکړى، چې ملي ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه هم په برياليتوب سره روانه ده.

هغه زياته کړه، د افغانستان پوځ په دې توانېدلی، چې د هېواد په بېلابېلو ناامنو سيمو کې په برياليتوب سره چاڼيز عملياتونه ترسره او وسله والو ته ماتې ورکړي.

لوى درستيز وويل، چې وسله وال مخالفين له ملي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او ډېر تمرکز پر ځانمرګو بريدونو او چاودنو کوي.

نوموړى وايي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سيمې اوسېدونکي له ملي ځواکونو سره مرستې کوي چې له امله يې د دوى عمليات بريالي کېږي.

کريمي د هېواد د ختيځې سيمې په اړه وويل، ځينې ساحې شته، چې هلته امنيتي وېرې اوس هم موجودې دي، خو دوی غواړي په راتلونکي کې په دې سيمو کې هم پراخ عمليات ترسره کړي.

د نوموړي په خبره، له دغو ناامنو سيمو مهمې يې د تورخم ـ جلال اباد لويه لار او د سپين غره ټوله لمنه ده، چې عمليات ورته په پلان کې لري.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول محمدنعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو دريو مياشتو کې د پسرلنيو عملياتو پر مهال ٩٧ بېلابېل ډول عمليات ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دا عمليات په ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پروان، کاپيسا او پنجشېر ولايتونو کې ترسره شوي او ډېرې لاسته راوړنې يې درلودې.

هاتفي وويل، چې په دې موده کې تر ۴۴ پورې وسله وال طالبان وژل شوي او تر شلو نور ټپيان دي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې ترې ترلاسه کړي دي.

نوموړی وايي، چې په تېره موده کې تر ټول ستر عمليات يې په نورستان ولايت کې ترسره کړي او دا رنګه د پروان د شينوارو په ساحه کې، چې تېره ورځ پيل شوي او اوس هم روان دي شاوخوا ٤٥ تنو وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.