ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ده سبز کې د نښتې له امله ٧ تنه ووژل شول

ده سبز کې د نښتې له امله ٧ تنه ووژل شول

author avatar
24 Jun 2013 - 16:14
ده سبز کې د نښتې له امله ٧ تنه ووژل شول
author avatar
24 Jun 2013 - 16:14

دويم تعقيبي _ کابل (پژواک ٣ چنګاښ ٩٢): د کابل ولايت په ده سبزولسوالۍ کې وسله واله نښته کې لږ تر لږه ٧ تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده نښته نن غرمه مهال رامنځته شوه او د پېښې قربانيان د خښتو د بټيو استازي دي.

هغه ادعا وکړه: ((پوليسو د يوه شتمن بصير عمرزي د ځينو کسانو مرستې ته، چې دغه مهال د خښتو د بټيو استازي په يوځاى کې راټول شوي وو، پر هغوى هجوم ور ووړ))

الله ګل مجاهد زياته کړه، چې تر اوسه د دې قضيې مشخص لامل څرګند نه دى او ګومان کېږي، چې د پېښې په وژل شوو او ټپيانو کې زياتوالي هم راشي.

مجاهد وويل، د دې پېښي د رامنځ ته کېدو په خاطر، د ده سبز او څرخي پله سلګونه خلکو لاس په لاريون پورې کړ.

خو د بصير عمرزي شرکت يوه مسوول اصف پژواک اژانس سره په خبرو کې په ياده پېښه کې لاس لرل رد کړل.

سرچينې زياته کړه: “نه مو په ځمکه چا ادعا کړې او نه موږ له چا سره د ځمکې پر سر شخړه لرو؛ له يادې پېښې موږ د رسنيو له لارې خبر شو او په دې معامله کې موږ هېڅ لاس نه لرو.”

د څرخې پله يوه هټۍ وال سيدرحيم پژواک ته وويل، چې شاوخوا دوو زرو کسانو د څرخې پله په بازار کې راټول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې معترضينو د امريکايي ځواکونو يو زرهي موټر چې په ټېلر کې بار و او له دې لارې تېريده، هم سوځولى دى، اوسمهال دې سيمې ته غځېدلې ټولې لارې بندې دي او لاريون اوس هم دوام لري.

سيد رحيم وايي، چې لاريون کوونکي د الله ګل د ورور جنت ګل د راخوشي کولو غوښتنه کوي، چې د ده سبز د نښتې په تور په ده سبز کې نيول شوى دى.پ

له بلې خوا ولسمشر کرزي په يادې پېښې خواشيني څرګنده کړه او د پلټنو په موخه يوه پلاوي ته دنده وسپارله، چې په دې برخه کې څېړنه وکړي.

له بلې خوا ولسمشر کرزي په يادې پېښې خواشيني څرګنده کړې او د پلټنو په موخه يې د کابل د والي عبدالجبار تقوا په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې په دې برخه کې څېړنه وکړي او د يوې اونۍ په ترڅ کې يې پايلې رياست جمهوري ته وړاندې کړي

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.