ښرنه (پژواک ٣ چنګاښ ٩٢): د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې د روان لمريز کال تر پايه د ٤٦ ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي.
د پکتيکا والي محب الله صميم د چنګاښ په ٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې يادې ودانۍ به به هغو سيمو کې جوړې شي، چې زده کوونکي يې په خېمو او يا تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
د صميم په وينا، د دغو ودانيو د جوړېدو مالي لګښت ډېره برخه د پوهنې وزارت، له نشه يي توکو د مبارزې او ماليې وزارتونو له لوري ورکول کېږي.
د پکتيکا د پوهنې رييس کوچى ځاځى وايي، چې پر يادو ټولو ښوونځيو به شاوخوا يوولس ميليونه امريکايي ډالره لګښت راشي.
هغه زياتوي، د ودانيو د جوړېدو لپاره يې لومړنۍ چارې بشپړې کړې او په نږدې راتلونکي کې به يې کارونه پيل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د دغه ولايت په مرکز ښرنه کې د کرنې انسټيټيوټ لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو کار هم پيل شو.
د ځاځي په خبره، چې د کرنې انسټيټيوټ پر ودانۍ ١٨ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د پوهنې وزارت له لوري ورکول کېږي.
د کرنې انسټيټيوټ يوه زده کوونکي محمد يار وايي، که انسټيټيوټ ته نوې ودانۍ جوړه شي د ځاى د کمښت له ستونزې به خلاص شي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، دوى اوسمهال د دارالعلوم په ودانۍ کې زده کړې کوي، چې ځاى يې ډېر تنګ او پر اوسنيو معيارونو برابر نه دى.
هغه د ښوونځيو لپاره د ودانيو د جوړېدو د پلان هرکلى وکړ او زياته يې کړه، چې د دغه ولايت ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې د ونو تر سيورو لاندې او يا د کليو په جوماتونو کې زده کړې کوي.
پکتيکا ۳٢٨ ښوونځي لري، چې ۲۰۱ لومړني، ۵۸ منځني او ۵۹ لېسې دي، چې اوسمهال يې نيم ښوونځي ودانۍ نه لري.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن