کلات (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٢): د زابل په مرکز کلات کې پنځه ملي پوليس له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوي دي.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک خبري اژانس ته وويل، کلات ته څېرمه د سپينه غبرګه په سيمه کې د ملي پوليسو د يوې پوستې پنځه پوليس، تېره ورځ د مازيګر په شاوخوا څلورو بجو له طالبانو سره يوځاى شوي دي.
ده زياته کړه، يادو کسانو له خپل ځان سره يو رينجر موټر، دوه پيکا او يو شمېر نورې وسلې هم له ځان سره وړې دي.
د هغه په وينا، د پوليسو د بېرته نيولو په موخه يې عمليات او هڅې پيل کړې دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ياد پنځه تنه له دوى سره يوځاى شوي دي.
ده زياته کړه، له يادو کسانو درې تنه د دوى ملګري وو، چې د پوليسو په ليکو کې ځاى په ځاى شوي وو.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن