ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه پوليس له طالبانو سره يوځاى شول

پنځه پوليس له طالبانو سره يوځاى شول

author avatar
24 Jun 2013 - 18:47
پنځه پوليس له طالبانو سره يوځاى شول
author avatar
24 Jun 2013 - 18:47

کلات (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٢): د زابل په مرکز کلات کې پنځه ملي پوليس له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوي دي.

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک خبري اژانس ته وويل،  کلات ته څېرمه د سپينه غبرګه په سيمه کې د ملي پوليسو د يوې پوستې پنځه پوليس، تېره ورځ د مازيګر په شاوخوا څلورو بجو له طالبانو سره يوځاى شوي دي.

ده زياته کړه، يادو کسانو له خپل ځان سره يو رينجر موټر، دوه پيکا او يو شمېر نورې وسلې هم له ځان سره وړې دي.

د هغه په وينا، د پوليسو د بېرته نيولو په موخه يې عمليات او هڅې پيل کړې دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ياد پنځه تنه له دوى سره يوځاى شوي دي.

ده زياته کړه، له يادو کسانو درې تنه د دوى ملګري وو، چې د پوليسو په ليکو کې ځاى په ځاى شوي وو.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.