ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بريتانويان افغان بنديان دولت ته سپاري

بريتانويان افغان بنديان دولت ته سپاري

author avatar
27 Jun 2013 - 12:54
بريتانويان افغان بنديان دولت ته سپاري
author avatar
27 Jun 2013 - 12:54

لښكرګاه (پژواك،۶چنګاښ۹۲) : په راتلوونكې يوه اونۍ كې به د هلمند د ښوراب په پوځي اډه کې بندي افغانان،افغان  دولت  ته وسپارل شي.

دغه خبره  په افغانستان كې د ايساف عمومي قوماندانۍ مرستيال جنرال نيك كارتر په لښكرګاه كې له پژواك اژانس سره  په ځانګړې مركه كې وكړه.

د ده په خبره، اوسمهال د بريتانيې اوافغانستان تر منځ په دې موضوع خبرې روانې دي، چې راتلوونكې اونۍ به دغه بنديان افغان دولت وسپارل  شي.

نوموړي ونه ويل، چې څومره كسان له  بريتانوي ځوا كونو سره بنديان دي او نه يې هم دا وويل چې دكومو اصولو له مخي يې دغه  كسان تر اوسه ساتلي دي.

ده زياته كړه، هڅه يې داده چې د نوور مسووليتونو ترڅنګ دبنديانو دساتلو او د هغوى د دوسيو د  پلټنو چارې هم په  خپله افغان دولت پر غاړه واخلي .

جنرال كارتر وويل، ايساف ځواكونه له افغانستان څخه په وتلو دي ، خو دافغان ځواكونو د روزلو اوږد مهاله ملاټر او دتجهيزاتو د ورکړې لپاره پاليسي جوړوي.

نوموړي زياته كړه،چې افغان امنيتي ځواكونه ښه مورال لري،د عملياتو مشري كولى شي،مسلكي شوي ،له خلكو سره د چلند او د مجرمينو په پېژندلو كې مهارت لري.

د ده په خبره، چې دافغان امنيتي ځواكونو په فعاليتونوكې نيمګړتياوې هم شته ،چې هغه د هوايي ځواک نشتوالى دى ،خو د دې ستونزې د هواري لپاره نړيواله ټولنه کار کوي.

نيك كارتر وويل، تر اوسه دا نه ده معلومه،چې تر ٢٠١٤ وروسته به څومره بريتانوي سرتېري په افغانستان کې پاتې کيږي،خو زياته يې کړه،چې د افغانانو غوښتنو او اړتياوو ته په پام سره به يو شمېر سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

د ايساف مرستيال زياتوي، دوى د سولې ملاټركوي ، په قطر كې روانو خبرو  دوى ته د دې هيله وركړې ،چې جګړې ته به دپاى ټكى كېښودل شي.

هغه زياته کړه ،پاكستان د طالبانو خوا خوږي  نه كوي او نه  هم په  دې خوښ دى، چې طالبان دې په پاكستان كې پټنځايونه  ولري ، ځكه هغوى هم  له دې ناروغۍ رنځ وړي.

د ده په خبره،  دوى په افغانستان كې ١٢ كلنه تجربه لري ، دغه جګړه پرته له افغانانو بل څوک نشي درولى او افغانان به خپلې ستونزې پخپله هواروي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.