ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ٢٢ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

لوګر کې د ٢٢ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
29 Jun 2013 - 14:49
لوګر کې د ٢٢ وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
29 Jun 2013 - 14:49

پل علم (پژواک ٨ چنګاښ ٩٢): د لوګر په مرکز او بره کي برک ولسوالۍ کې د نجات په نوم عملياتو کې ٢٢ کورني او بهرني وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق د چنګاښ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نجات عمليات له تېرو دوو ورځو راهيسې روان دي.

هغه زياتوي، له پرون سهار  راهيسې يې د ملا همايون په نوم د يوه قوماندان په ګډون ٢٢ وسله وال وژلي دي.

د نوموړي په خبره، عمليات افغان ځواکونه پر مخ بيايي، خو د ناټو د هوايي ځواک ملاتړ هم له ځان سره لري.

د صادق په وينا، د نجات عمليات يې د خلکو په غوښتنه پيل کړي او تر هغه به روان وي، څو سيمه له وسله والو نه وي پاکه شوې.

د امنيت امر وايي، چې ١٢ وسله وال يې د مرکز اړوند په بابوس او اته نور يې په بره کي برک ولسوالۍ کې وژلي دي.

د ده په وينا، په عملياتو کې تر دې مهاله نه دولتي ځواکونو او نه هم ملکي کسانو ته کوم زيان اوښتى دى.

د بره کي برک ولسوال انجنير محمد رحيم امين وايي، چې د نجات د عملياتو په ترڅ کې په بره کي برک کې لس وسله وال وژل شوي، چې شپږ په کې پاکستانيان دي.

ولسوال پژواک اژانس ته وويل، افغان ځواکونو شپږ تنه له وسلو او مهماتو سره ژوندي هم نيولي دي.

په لوګر کې په دې وروستيو کې د وسله والو فعاليتونه زيات شوي او ورسره امنيتي ستونزې هم زياتې شوې وې.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په لوګر کې طالبانو ته د اوښتي ځاني زيان ادعا ردوي او زياتوي، چې د پل علم اړوند په بابوس سيمه کې يې د پوليسو رينجر موټر ويجاړ کړى او څلور پوليس يې وژلي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.