ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په قطر کې د طالبانو دفتر د غړو ژوند ليک

په قطر کې د طالبانو دفتر د غړو ژوند ليک

author avatar
29 Jun 2013 - 12:06
په قطر کې د طالبانو دفتر د غړو ژوند ليک
author avatar
29 Jun 2013 - 12:06

کابل (پژواک ٨ چنګاښ ٩٢): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د يو شمېر غړو ژوند ليکونه په ډاګه شوي دي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د وسله والو طالبانو سياسي دفتر د ١٣٩٢ لمريز کال د غبرګولي په ٢٨مه پرانيستل شو.

د دغه دفتر د پرانيستلو په مراسمو کې د قطري چارواکو ترڅنګ د طالبانو ګڼ شمېر استازو هم ګډون کړى درلود، چې په لاندې ډول دي.

د (ژمن) په نوم يوې وېبپاڼې د طالبانو د دغه دفتر د يو شمېر غړو لنډه پېژندګلوي خپره کړې ده، چې پژواک اژانس يې خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي.

لومړی په عکس کې د ولاړو کسانو تشريح:

له ښي اړخ څخه: مولوي شهاب الدين دلاور، قاري دين محمد حنيف، شېرمحمد عباس ستانکزی، سهيل شاهين، مولوي جان محمد مدني، شيخ سيد رسول ننګرهاري، حاجي زاهد احمدزی او مولوي نېک محمد.

د سياسي دفتر د ځينو غړو پېژندنه په لاندې ډول ده:

لومړى: سيد محمد طيب آغا

نوموړى د قطر د سياسي دفتر مشر او د کندهار د ارغنداب د جلاهور سيمې د مشهور ديني عالم مولوي صاحب سدوزي په کورنۍ کې څه کم څلوېښت کاله مخکې زېږېدلی دى.

ده خپلې عصري زده کړې په کوېټه او ديني زده کړې يې په مدرسه کې کړې دي، پر ملي ژبو سربېره په انګليسي، عربي، اردو او بلوڅي ژبو باندې هم خبرې کولی شي، په افهام تفهيم يا کميونيکېشن او ديپلوماسۍ کې ځانګړي مهارتونه لري. سربېره پر دې چې پلار يې د سيمې ډېر وتلی عالم و، ترڅنګ يې د شوروي ضد جهاد فعال مجاهد هم و.

طيب آغا د طالبانو د واکمنۍ مهال لومړی په کندهار کې د بهرنيو اړيکو په دفتر کې کار پيل کړ چې د کابل تر نيونې مخکې يې د وزارت خارجه حيثيت درلود. وروسته په اسلام اباد کې د ديپلومات په توګه په سفارت کې وګومارل شو او له هغه ځايه د ملا محمد عمر د دفتر د مشر په توګه راستون شو. د طالبانو تر واکمنۍ وروسته طيب اغا د ملا محمد عمر د سکرتر يا لومړي کس په توګه کار ته ادامه ورکړه.

د ۲۰۱۰ په مارچ کې يې نوم له جرمني څخه هله راڅرګند شو چې د المانيانو په منځګړيتوب يې له امريکايي چارواکو سره د يو لړ مسايلو په اړه لومړنۍ خبرې اترې وکړې، اوس په دوحه کې د سياسي دفتر مشرتوب پر غاړه لري. خو دی د دفتر د پرانيستې په ورځ مراسمو کې حاضر نه وو.

دويم : مولوي شهاب الدين دلاور

دلاور د سياسي دفتر د رهبرۍ شورا غړی دى، د لوګر د مشهور ديني عالم او په ظاهرشاهي دوره کې د پارلمان د وکيل مولوي سيداکبر زوی دی. د طالبانو د واکمنۍ مهال يې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي؛ په قضا او هم په ديپلوماسۍ کې کافي تجربه لري، د پېښور په کونسلګرۍ کې پاتې شوی، اسلام اباد ته د سفير په توګه استول شوی، له هغه ځايه سعودي عربستان ته د سفير په توګه تللی او بيا يې په کندهار کې د تميز محکمې مشرتوب پر غاړه وو چې له سترې محکمې وروسته د هېواد په کچه تر ټولو مهم قضايي ارګان وو.

درېيم : مولوي جان محمد مدني

جان محمد مدني د سياسي دفتر د رهبرۍ شورا بل غړی او د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. ديني عالم دی، د سعودي په مدينه منوره کې يې زده کړې کړې او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.

د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو وختونو کې د البدر په نامه د عربي مجلې له ليکوالانو څخه وو، په کندهار کې يې د خارجه ارتباط په رياست کې رهبري دنده ترسره کړې او بيا يې په متحدو عربي اماراتو کې د سفير په توګه بشپړه دوره تېره کړې ده. په عربي ژبه ښه پوهېږي. مدني په وروستيو کلونو کې د الصمود عربي ژبې مجلې له مسوولينو څخه پاتې شوی دى.

څلورم:  شېرمحمد عباس ستانکزی

ستانکزى د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې زېږېدلی، په اويايمو کلونو کې يې د هند په دهرادون اکاډمۍ کې نظامي زده کړې کړې او د شوروي ضد جهاد پر مهال يې د مولوي محمدنبي محمدي او اتحاد په ليکو کې جهاد کړی دی.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې د بهرنيو چارو د مرستيال وزير او بيا د عامې روغتيا د مرستيال وزير په توګه دندې ترسره کړې دي، دی هم په انګليسي ژبه ښې خبرې کولاى شي.

پنځم: قاري دين محمد حنيف

هغه د بدخشان د يفتل په ولسوالۍ کې زېږېدلی، ديني درسونه يې تر ډېره په پېښور کې ويلي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پلان او لوړو زده کړو وزير پاتې شوی او همدا ډول يې له شمالي ټلوالې سره د سولې په خبرو اترو کې چې په ترکمنستان کې ترسره کېدې، د طالبانو په پلاوي کې فعاله ونډه درلوده. په عربي ژبه هم ښې خبرې کولی شي.

قاري دين محمد تېر کال په جون کې د جاپان د کيوټو ښار په دوشيشا پوهنتون کې د افغانستان په اړه يو علمي کنفرانس ته خپله مفصله وينا هم واوروله، په دې توګه د طالبانو د استازي په توګه دی لومړی کس و چې په رسنيو کې راڅرګند شو. هلته يې هم د طالبانو دريځ ګډونوالو ته وړاندې کړ.

شپږم: مولوي نېک محمد

نوموړى د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې زېږېدلی دی، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سوداګرۍ مرستيال وزير او بيا په کندهار کې د پوهنې د چارو مسوول او د کندهار د پوهنې رييس و.

په وروستيو کلونو کې د ښوونې او روزنې د کمېسيون رييس پاتې شوی او نوم يې په ۲۰۱۱ کال کې هغه وخت ځينو رسنيو ته راڅرګند شو چې دی د طالبانو د دري کسيز پلاوي په سر کې يې په تهران کې په يوه نړيواله غونډه کې ګډون وکړ.

هلته يې د اسلامي ويښتابه د کنفرانس ګډون کوونکو ته چې د اسلامي نړۍ له هرې برخې څخه علما او بانفوذه کسان وو هغوی ته يې د طالبانو ليکلی پيغام ور رسولی و.

 

اووم: حاجي محمد زاهد احمدزی

احمدزى هم د لوګر ولايت اوسېدونکى او د طالبانو د واکمنۍ مهال د اسلام اباد په سفارت کې د ديپلومات به توګه پاتې شوی دى. د جهاد پر مهال د مولوي محمدنبي محمدي په ډله کې و. دی په وروستيو کلونو کې په متحده عربي اماراتو کې مېشت و او تجارتي فعاليت يې کاوه.

اتم: محمد سهيل شاهين

 سهيل شاهين د پکتيا ولايت د توتاخېلو سيمې اوسېدونکى دى او د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې يې زده کړې کړې دي. په انګليسي ژبه باندې ډېر ښه بلد دی، ښه ليکوال دی ګڼ شمېر ليکنې يې کړې دي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د انګليسي ژبې کابل ټايمز جريدې مسوول مدير و او بيا په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د دويم مهم ديپلومات په توګه دنده ترسره کړې ده.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته يې هم په انګليسي ژبه ليکنو ته ادامه ورکړه. د شوروي ضد جهاد کې يې هم فعاله فرهنګي او قلمي ونډه درلوده او د مولوي محمدنبي محمدي په مشرۍ حرکت انقلاب اسلامي په فرهنګي او کلتوري برخو کې يې دنده ترسره کوله. دی اوس په نړيوالو رسنيو کې د طالبانو په اړه په انګليسي مرکې ورکوي او پښتو ليکوالي هم کوي.

نهم: دکتور محمدنعيم وردګ

نوموړى د وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې زېږېدلی، ښوونځی يې همالته په شهادت لېسه کې ويلی. په پېښور کې يې په عربي ژبه او دين پوهنه کې ليسانس اخيستى، د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې يې د ماسټري او دوکتورا تر کچې زده کړې کړې دي او دغه راز په حقانيه مدرسه کې يې د حديثو دوره هم کړې ده. په عربي او انګليسي ژبو روانې خبرې کوي.

دی په تېر ډسمبر کې د فرانسې په شانتيلي غونډه کې هم له مولوي صاحب شهاب الدين دلاور سره په ګډه د طالبانو استازی و.

لسم:  حافظ عزيز الرحمن

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې زېږېدلی، د دوى پلار په خپله سيمه کې د هجرت په نوم لويه مدرسه هم درلوده. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په متحده عربي اماراتو کې جګپوړی ديپلومات او له مدني صاحب وروسته د سفارت مسوول وو.

د طالبانو له سقوط وروسته په قطر کې مېشت شو او د عربي خليج په محيط کې د اوږدې اوسېدنې له برکته ښه روابط لري.

١١:شیخ سیدرسول

نوموړى دننګر ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو دکلي اوسیدونکي دی ، په همدغه سیمه کې یې په یوه جهادي کورنۍ کې سترګې غړولي، دیني زده کړې یې په پاکستان کې ترسره کړي او دقران او حدیث علم په اړه یې دشیخ الحدیث علمي ویاړ لري، نوموړی دطالبانو دواکمنۍ پرمهال دطالبانو ځانګړی دیني سلاکار او متفی و، هماغه وخت یې په خوګیاڼو په وزیرو کې یوه ستره دیني مدرسه جوړه کړه  او خپله دیادې مدرسې مهتمم او مدرس و، د طالبانو د امارت دختمیدو وروسته یې پیښور کې سیاسي فعالیتونه پیل کړل، څنګه چې دده زیات شاکردان په طالبانو کې مهم کسان و او دده ونډه او تاثیر په طالبانو زیات و او کولی یې شول چې ډیر خلک جلب کړي دکوټې دشورا دهبري کسانو دجملې څخه او او بیا په عیني وخت کې دپیښور طالبانو دشورا ریس هم و، نوموړی تیرکال هغه مهال چې قطر کې دامریکا او افغان حکومت سره خبرو اترو چارې پیل شوی کورنۍ هم قطر ته لاړه او اوسمهال دقطر دسیاسي دفتر دمهمو کسانو دجملې څخه دی. نوموړى په عربي ژبه فوق العاده پوهیږي او انګلیسي سره هم بلدتیا لري

د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، چې دى هم دغه کسان له نږدې څخه پېژني او ښه سياسي او ديپلوماتيکي تجربې لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو کسانو د ژوندليکونو له په ډاګه کېدو سره هغه تبليغات او ادعاوې هم رد شوې چې د ځينو خلکو په وينا، دوى پاکستانيان يا د بل ځاى اوسېدونکي دي.

حقيار وايي، ډېرو غړو پخوا په بهرنيو چارو وزارت او ځينو سفارتونو کې دندې ترسره کړې او له نړيوالو سره ښې اړيکې لري او له دې وروسته د سولې په پروسه کې هم د افهام او تفهيم په برخه کې مثبت رول لوبولى شي.

Visits: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.