ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” افغانان به هېڅکله هم خپل هېواد تجزيې ته پرې نه ږدي”

” افغانان به هېڅکله هم خپل هېواد تجزيې ته پرې نه ږدي”

author avatar
30 Jun 2013 - 13:37
” افغانان به هېڅکله هم خپل هېواد تجزيې ته پرې نه ږدي”
author avatar
30 Jun 2013 - 13:37

کابل (پژواک ٩ چنګاښ ٩٢): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي هم وايي، چې ځيني بهرنيان د افغانستان د تجزيې هڅې کوي، خو افغانان به کله هم خپل هېواد تجزيې ته پرې نه ږدي.

تېره ورځ ولسمشر حامد کرزي هم په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په افغانستان کې د ملوک الطوايفي نظام د رامنځته کېدو لپاره، له تېرو شپږو مياشتو راپخ دېخوا هڅې روانې دي.

ولسمشر زياته کړه:”په افغانستان کې د ملوک الطوايفي او يوه کمزوري نظام پر لوري د افغانستان ورټېل وهلو په اړه مې اورېدلي او د ځينو بهرنيو هېوادونو له خوا مې د ياد نظام لپاره هڅې هم ليدلي، خو په افغانستان کې د  ملوک الطوايفي نظام لپاره هڅې ناکامې دي او هېڅ پېرودونکى نه لري.”

ولسمشر وويل، پاکستان په داسې حال کې په افغانستان کې د ملوک الطوايفي نظام د رامنځته کولو هڅې کوي، چې په هېواد کې د دا ډول نظام رامنځته کېدل د افغانستان په پرتله پاکستان ته ډير زيان اړوي.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د فراه استازي ګل احمداعظمي وويل، “نړيواله ټولنه” غواړي د افغانستان ځيني ولايتونه د دولت وسله والو مخالفينو ته وسپاري.

د ده په وينا، نړيواله ټولنه په دې کار سره غواړي افغانستان تجزيه کړي، خو افغانان هغه خلک نه دي، چې خپل هېواد تجزيه کېدو ته پرېږدي.

اعظمي وايي، چې پخوا هم د افغانستان د تجزيې هڅې شوې خو افغانانو يې مخه نيولې ده.

هغه زياته کړه  ” خلک وايي، چې تاريخ شا ته نه ګرځي، خو که څوک د افغانستان د تجزيه کېدو هڅې وکړي نو افغانان به تاريخ شاته وګرځوي.”

په ياده جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي هم وويل، ځينې بهرنيان هڅې کوي، چې د افغانستان جنوبي ولايتونه وسله والو طالبانو ته ورکړي او په دې توګه افغانستان په دوو برخو ووېشي.

هغه زياته کړه: “بيا به موږ دوه افغانستانه ولرو، يو به جنوبي افغانستان وي او بل به شمالي افغانستان “

خو دى هم وايي، چې دا کار شونى نه دى او افغانان هېڅکه هم د خپل هېواد تجزيه نه مني.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار هم د بهرنيانو له خوا د افغانستان د تجزيې د هڅو خبره وکړه خو ويې ويل، چې افغانان د خپل يوالي لپاره تل هڅي کوي او د هغه چا پر وړاندې به کلک درېږي، چې د افغانستان د تجزيې دسيسې جوړوي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، چې په تېرو وختونو کې هم ځينو بهرنيو هېوادونو لکه روسيې او انګلستان د افغانستان د تجزيي لپاره هڅې کړې وې، خو له ډېر بد برخليک سره مخ شول.

هغه زياته کړه : ((هېڅوک بايد د افغانستان د تجزيې خوب او خيال په سر کې ونه لري، که څوک د افغانستان د تجزيي لپاره هڅې وکړي نو بيا وکالت پرېږدو او له خپل وطن نه به دفاع کوو.))

مسلميار وايي، چې په افغانستان کې ټول قومونه د افغان په نوم ژوند کوي او د افغانستان د يووالي لپاره کار کوي.

ولسمشر کرزي چې تېره ورځ يې په کابل کې د برېتانيا له لومړي وزير ډېوېډن کامرون سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل کامرون ډاډ ورکړى، چې غربي هېوادونه د افغانستان د تجزيې هڅې نه کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.