کابل (پژواک ١١ چنګاښ ٩٢): ستوري پېژندونکي منجم عبدالله کندهاري وړاندوينه کړې، راتلونکې سې شنبې به، چې د چنګاښ له ١٨مې سره سمون لري، د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ وي.
هغه د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د سعودي په ځينو برخو او د افريقايي هېواد په مراکش کې مياشت وليدل شي.
نوموړي زياته کړه، چې د روژې مياشتې لومړى پيشلمى په دوه دقيقې احتياط سره د سهار په ٣ بجې او دوه دقيقې پاى ته رسېږي او لومړى روژه ماتى به د درېيو دقيقو په احتياط سره د ماښام په ٧ بجې او ١٥ دقيقو وي.
بلخوا د سعودي عربستان ستوري پېژندونکى ډاکټر علي الشکري وړاندوينه کړې ، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د روژې مياشت يواځې په امريکا کې ليدل کېږي او د ډېرې نازک والي له امله به په سعودي کې د ليدو وړ نه وي.
هغه زياته کړه، چې د روژې مياشت به د سې شنبې په ورځ په سعودي کې وليدل شي او د چهارشنبې په ورځ به روژه وي.
خو هغه زياته کړې، چې وروستۍ پرېکړه به د سعودي عربستان ستره محکمه کوي.
بلخوا پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړى، چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ به د (هلال کمېټۍ) په نوم دولتي کمېسيون ناسته کوي او د روژې په اړه به پرېکړه وکړي.
د دغه هېواد د ستوري پېژندنې دولتي ادارې وړاندوينه کړې، چې د سې شنبې په ورځ مياشت نه ليدل کېږي او روژه به د پنجشنبې په ورځ وي.
بايد وويل شي چې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت او قبايلي سيمو اوسېدونکي له سعودي عربستان سره يو ځاى روژې نيسي او اخترونه کوي.
د يادونې ده، د افغانستان په ستره محکمه کې هم هر کال د شعبان په ٢٩مه د هېواد په بېلابېلو سيمو او مرکز کې د مياشتې د ليدلو غونډې کېږي، خو ډېرى مهال پرېکړې د سعودي عربستان د سترې محکمې د پرېکړې په رڼا کې ترسره کوي.
Visits: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن