ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بهرنۍ کمپنۍ دې د صنعتي پارکونو له سيمې لرې شي”

کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٢): د افغانستان د صنايعو ټولنې غړي وايي، چې حکومت بايد په کابل کې د صنعتي پارکونو له سيمې بهرنۍ لوجستيکي کمپنۍ وباسي.

دې ټولنې نن د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د صنعتي پارکونو په سيمه کې د بهرنيو لوجستيکي کمپنيو پر شتون اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې پر دغو کمپنيو بريدونو د دوى ورځنۍ چارې ټکنۍ کړې دي.

تېره ورځ د کابل صنعتي پارکونو ته څېرمه د څرخي پله په سيمه کې د يوې بهرنۍ لوجستيکي کمپنۍ پر مرکز د طالبانو له خوا ډله ييز ځانمرګى بريد وشو.

دغې کمپنۍ په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته لوجستيکي توکي رسوي.

انجنير عبدالرحمن چې د کابل په صنعتي پارکونو کې د “اتحاد افغان” په نوم د پلاستيکو فابريکې مالک دى، وايي، چې د يادې کمپنۍ پر دفتر وروستى بريد د دې کمپنۍ دفتر ته نږدې فابريکې له اقتصادي پلوه ډېرې زيانمنې کړې دي.

دى وايي، په کار ده چې په راتلونکي کې په دې سيمه کې د بريدونو د مخنيوي لپاره دولت اړين اقدامات وکړي او بهرنۍ لوجستيکې کمپنۍ له دې سيمې لرې کړي.

 هغه وويل، چې د تېرې ورځې بريد د صنعتي فابريکو په کار کوونکو کې وېره خپره کړې ده.

ده زياته کړه: “ټول کارګر دومره دې حادثې وارخطا کړل چې اکثره له موږ لاړ دي، هغه تخنيکي کارګر او نور. ځکه ويې ليدل، چې نږدې فابريکې ډېرې زياتې خساره مندې شوې. موږ په دې تشويش کې يو چې له موږ سره بيا دغه کارګر کار نه کوي، زموږ سرمايه په خطر کې ده، مال مو هم په خطر کې دى، سر مو هم.”

د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي هم له دولت څخه وغوښتل، چې له دې سيمې د لوجستيکي کمپنيو د لرې کولو لپاره اقدام وکړي.

الکوزى ادعا کوي، چې ځينو کسانو په دې سيمه کې د صنعتي پارکونو په نوم ځمکه نيولې ده، خو وروسته يې بهرنيو کمپنيو ته په کرايه ورکړې، چې هغوى ترې د توکو او پوځي وسايلو د زېرمه تون په توګه کار اخلي.

د الکوزى په وينا، د تېرې ورځې بريد په تېر شاوخوا يو کال کې درېيم بريد دى چې د صنعتي پارکونو په سيمه کې د بهرنيو کمپنيو پر مرکزونو کېږي.

دى وايي، چې د تېرې ورځې په بريد کې د تبسم په نوم د مميزو پاکولو فابريکې ته ٢٠٠ زره امريکايي ډالر زيان اوښتى او د “باختر فلور” او “سوپر بيسکېټ سازۍ” په نوم دوو نورو فابريکو ته هم زيان اوښتى دى.

الکوزى وايي، سره له دې چې د دولت له اړوند ارګانونو يې په وار وار غوښتي چې د صنعتي پارکونو له سيمې د بهرنيو لوجستيکي کمپنيو د لرې کولو لپاره اقدام وکړي، خو لا هم دغه کمپنۍ پر خپل ځاى دي.

ده زياته کړه: “دا ستونزې مو له چارواکو سره د مکتوب، ملاقات او کنفرانسونو له لارې شريک کړې دي، ورته مو ويلي، چې صنعتي پارکونه د کارګرو، پانګونې او توليد ځاى دى، بايد بهرني پوځيان له سيمې لرې شي تر څو پانګوال او کارګر هلته په ډاډه زړه کار وکړي، خو متاسفانه اجراات نه دي شوي.”

دى وايي، چې صنعتي فابريکې د هر هېواد په اقتصادي کې ډېر مهم رول لري او که دولت يې امنيت ته پام ونه کړي نو تړل کېدل به يې د هېواد لپاره اقتصادي ضربه وي.

هغه ونه ويل، چې په ياده سيمه کې څومره بهرنۍ لوجستيکي کمپنۍ دي، خو زياته يې کړه په صنعتي پارکونو کې ١٠٦٧ فابريکې فعاليت لري.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.