ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله د نميبيا او سينګاپور سياليو کې ګډون کوي

د کرکټ ملي لوبډله د نميبيا او سينګاپور سياليو کې ګډون کوي

author avatar
3 Jul 2013 - 14:39
د کرکټ ملي لوبډله د نميبيا او سينګاپور سياليو کې ګډون کوي
author avatar
3 Jul 2013 - 14:39

کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٢): په سينګاپور کې د کرکټ اسيايي او د لويو وچو سياليو په لړ کې له نميبيا سره د لوبو کولو لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د چنګاښ په ١٢مه په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دواړه سيالۍ راتلونکې مياشت کې ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د کرکت بورډ ټاکنيز کمېسيون په کورني کرکټ، په ځانګړې توګه څو ورځې مخکې په کابل کې د اتصالات په شپږيزو سياليو کې له غوره لوبغاړو څخه ملي لوبډله ټاکلې ده.

ډاکټر مراد هيله څرګنده کړه، چې د پخوا په څېر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په يادو سياليو کې ښې لاسته راوړنې ولري او هېواد ته وياړونه راوړي.

د کرکټ ملي لوبډله د اګست مياشتې په لومړيو کې د نميبيا په لوري روانېږي، چېرې چې د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره د لويو وچو جام يا انټرکانټنينټال سياليو په لړ کې د کرکت يوه څلور ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

دغه راز په ورلډ کرکت ليګ سياليو کې به ملي لوبډله له نميبيا سره دوه يو ورځنۍ نړيوالې لوبې هم ترسره کړي.

افغانستان اوس مهال د انټرکانټنينټال سياليو د نومرو په جدول کې دويم مقام لري، ايرلينډ لومړى او سکاټلينډ درېيم مقام لري.

په دغو سياليو کې ايريلينډ، سکاټلينډ، افغانستان، نميبيا، متحده عربي امارات، کاناډا، کينيا او د هالينډ لوبډلې برخه اخيستې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل، چې د نميبيا تر سياليو وروسته به ملي لوبډله سينګاپور ته ولاړه شي او هلته به د اسيا د مخ پر ودې يا (ايمرجنګ) کپ سياليو کې ګډون وکړي.

دا سيالۍ د راتلونکې اګست مياشتې په ١٧مه نېټه پيليږي او په ٢٥مه به پاى ته ورسېـږي،

هوتک وويل، چې په دغو سياليو کې د اسيا اته غوره لوبډلې برخه اخلي او په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

په الف ګروپ کې هندوستان، پاکستان، افغانستان او نيپال، په ب ګروپ کې سريلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او سينګاپور شامل دي.

د يادونې ده، د پاکستان، هندوستان، بنګله دېش او سريلانکا لوبډلې له ٢٣ کلونو د کم عمر په لوبغاړو مشتملې دي.

ملي لوبډله په لاندې ډول ټاکل شوې دي:

محمد نبي، محمد شهزاد، نوروز منګل، کريم صادق، جاوېد احمدي، حشمت الله شاهدي، سميع الله شينوارى، اصغر ستانکزى، رحمت شاه، محب الله اورياخېل، ګلبدين نايب، ميرويس اشرف، حمزه هوتک، دولت ځدران، عزت الله دولتزى، حميد حسن، شاه پور ځدران او سيد احمد شېرزاد.

د کرکټ بورډ وياند وايي، چې د يادو لوبغاړو لپاره د جولاى په ١٥مه په کابل کې روزنيز کمپ جوړيږي او بيا به له دوى څخه ١٥ کسيزه ملي لوبډله وټاکله شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.