ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت غواړي چې واک په خپل انحصار کې وساتي

حکومت غواړي چې واک په خپل انحصار کې وساتي

author avatar
4 Jul 2013 - 18:09
حکومت غواړي چې واک په خپل انحصار کې وساتي
author avatar
4 Jul 2013 - 18:09

 کابل (پژواک ١٣ چنګاښ ٩٢): ځينې کارپوهان  له کړکېچ څخه د افغانستان د وتلو يواځينۍ لار رڼې ټاکنې او په سالمه توګه د واک لېږد بولي او وايي، چې په راتلونکي کې بايد داسې يو نظام رامنځته شي، چې د خلکو باور تر لاسه کړي.

دغو کارپوهانو نن په يوه ناسته کې، چې ” له بحران څخه د افغانستان د وتو لار” تر سرليک لاندې په کابل کې جوړه شوې وه او په دولت يې سخته نيوکه وکړه او ټينګار يې درلود، چې اوسني نظام کومه حل لاره را و نه ايسته او له  صحنې بايد وويستل شي.

د سياسي چارو کارپوه داوود سلطان زوى په دغه ناسته کې، چې لسګونو کسانو پکې ګډون درلود وويل، چې له کړکېچ څخه د افغانستان د وتلو يواځينۍ لار په ټول هېواد کې د عادلانه، رڼو او سراسري ټاکنو تر سره کول دي.

هغه زياته کړه: ” دا، چې ولې له دغه کړکېچ څخه د وتلو په موخه ټاکنې اړينې دي ،نو څو چارو ته يې بايد پام وکړو؛ لومړى دا، چې په هېواد کې د بې باورۍ بحران تر ټولو لوى بحران دى او د کرزي ټيم غواړي، چې ټول واک په خپل انحصار کې وساتي د باور له بحران څخه ګټه اخلي او غواړي، چې د خلکو تر منځ ناسمې ګنګوسې خپرې کړي او په يو نه يو ډول د ټاکنو د تر سره کولو مخنوى وکړي.”

سلطان زوى ټينګار وکړ، چې بايد ټاکنې تر سره شي، داسې دوه ټيمونه رامنځ ته شي، چې د خلکو باور تر لاسه کړي او ازمايل شوې کړۍ، چې اوسمهال په واک کې دي، له واکه لرې شي.

د سياسي چارو دغه کارپوه د امنيتي ستونزو په اړه، چې د افغانستان ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې ور سره مخ دي وويل، چې اوسنى نظام په قصدي ډول امنيتي کړکېچ ته لمن وهي او هڅه کوي، چې د امنيتي وضعيت په کړکېچن کولو سره راتلونکې ټاکنې له ګواښ سره مخ کړي.

خو سلطان زوى نړيوالې ټولنې او حکومت ته ګواښ وکړ، چې د ټاکنو امنيت بايد ونيسي او خلکو ته دې په دغه شان بهانو دوکه نه ورکوي.

د رايې ورکولو د نوم ليکنې لړۍ د روان کال په غبرګولي مياشت کې په ټول هېواد کى پيل شوې او ټاکل شوې، چې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوارګانو ټاکنې به د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦ مه تر سره شي.

د سياسي چارو يو بل شنونکى او د ملي امنيت پخوانى مشر محمد عارف سروري هم د ازادو، رڼو او عادلانه ټاکنو په تر سره کولو ټينګار وکړ او ويې ويل: ښکاره ده، چې يوه رڼه تګلاره  افغانستان له کړکېچه ايستلى شي او افغانستان ته به يوه ښه تګلاره وي.

هغه زياته کړه، چې اساسي او نور عادي قوانينو ته احترام او په روڼ ډول د هغو پلي کول او په ټاکنيزو چارو کې د حکومت نه لاسوهنه کولاى شي، چې په افغانستان کې د واک سياسي لېږد په ښه توګه تر سره شي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې نيلوفر ابراهيمي هم په دې باور ده، چې له اوسني بحران او ستونزو څخه د وتو يواځينۍ لار، له ټاکنو پرته کومه بله لار نه شي کېداى.

مېرمن ابراهيمي زياته کړه: ” له اساسي قانون سره سم بايد د ټاکنو په لور ولاړ شو او د سياسي واک لېږد له ګواښونو او کړکېچ څخه د وتلو يواځينۍ لار ده.”

په دغه ناسته کې د بهرنيانو لاسوهنې او د حکومت کمزورى مديريت، په هېواد کې بحران د دوام له لاملونو څخه وبلل شول او په دې ټينګار وشو، چې په اوسنيو حالاتو کې له دې کړکېچ څخه د وتو يواځينۍ لاره، ملي سوله ده.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.