ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رباني: د ملي اجماع جوړولو لپاره مو هڅې پيل کړې

رباني: د ملي اجماع جوړولو لپاره مو هڅې پيل کړې

author avatar
4 Jul 2013 - 15:21
رباني: د ملي اجماع جوړولو لپاره مو هڅې پيل کړې
author avatar
4 Jul 2013 - 15:21

کابل (پژواک ١٣ چنګاښ ٩٢): د افغانستان د سولې عالي شورا په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت په موخه د “ملي اجماع ” لپاره هڅې پيل کړي او چا ته به اجازه ورنه کړي ، چې د سولې پروسه د ځان په ګټه وکاروي.

دغه څرګندونې د افغانستان د سولې عالي شورا مشر صلاح الدين رباني په هغې غونډه کې وکړې، چې په ولسي جرګه کې د سمنګانو د استازي احمدخان سمنګاني د لومړي تلين په ياد نن په کابل کې جوړه شوې وه.

په ولسي جرګه کې د سمنګانو استازى احمدخان سمنګانى تېر کال د چنګاښ په ٢٤ مه د دغه ولايت په مرکز ايبک کې د خپلې لور د واده په مراسمو کې په ځانمرګي بريد کې له ٢١ نورو کسانو سره ووژل شو.

په دغه بريد کې چې مسووليت يې چا پر غاړه نه دى اخيستى، لسګونه کسان ټپيان هم شول.

صلاح الدين رباني وويل، په هېواد کې د سولې د راوستو او د امنيت د ټينګښت لپاره اړينه ده، چې يوه ملي اجماع جوړه شي.

هغه زياته کړه: ((د دې اجماع د جوړېدو لپاره د سولې عالي شورا هڅې پيل کړې دي.))

رباني له جهادي شخصيتونو، قومي مشرانو، ګاوڼډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې په دې برخه کې له شورا سره مرستې وکړي، څو په هېواد کې د سولې پروسه له ستونزو سره مخ نه شي.

هغه دا هم وويل، چې د سولې عالي شورا به هېڅ بهرني او کورني ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان د سولې پروسه د ځان په ګټه وڅرخوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو لپاره ((د افغانستان اسلامي امارت سياسي دفتر)) تر نوم لاندې د تېرې مياشتې په وروستيو کې په قطر کې دفتر پرانيستل شو او امريکا د دفتر تر پرانيستل کېدو لږ وروسته ور څخه ملاتړ وکړ.

خو افغان دولت ورسره سخت مخالفت وښود او له امريکا سره يې د امنيتي تړون پر سر خبرې وځنډولې.

افغان دولت وايي، له دغه دفتر سره يې ځکه مخالفت کړى، چې د امريکا د متحدو ايالتونو او افغانستان تر منځ د شوې هوکړې خلاف جوړ شوى دى.

خو وروسته امريکايي چارواکو وويل، چې په ياد دفتر کې د اسلامي امارت په نوم لوحه او د طالبانو بيرغ لرې شوي، خو طالبان دا څرګندونې سمې نه بولي.

رباني په نننۍ غونډه کې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د احمدخان سمنګاني او د ده په څېر د نورو وژل شوو کسانو دوسيې په جدي توګه وڅېړي او عاملين يې په سزا ورسوي.

په ياده غونډه کې د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې سمنګانى يو مجاهد او قومي مشر و، او پر افغانستان د پخواني شوروي د يرغل پر مهال يې له هېواد څخه کلکه دفاع کوله.

ده زياته کړه، چې سمنګانى د ولسي جرګې د څوکۍ له لارې خلکو ته د چوپړ ملا تړلې وه، خو د هېواد د دښمنانو له خوا په يوه پلان شوي ترهګريز بريد کې ووژل شو.

ابراهيمي وايي: ((موږ د مرګ او مرګ زموږ لپاره دى، خو هغه مرګ، چې د اسلام د دين او خپلو خلکو لپاره وي، مرګ نه بلکې د يوه نوي ژوند پيلامه ده.))

ابراهيمي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې نور د افغانستان دښمنانو ته اجازه ورنه کړي، چې له دوى څخه د وسيلې په توګه ګټه پورته کړي.

دغه راز د ولسي جرګې مشر د افغان دولت له وسله والو مخالفينو غوښتنه وکړه، چې له “ترهګريزو فعاليتونو” لاس په سر شي او واک ته د رسېدو په موخه د راتلونکي کال په ټاکنو کې برخه واخلي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

ده له حکومت او نورو اړوند ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې پر خپل وخت ترسره کړي.

په نننۍ غونډه کې د ملي جبهې د رهبري پلاوي غړي محمد محقق وويل، چې سمنګاني د پخواني شوروي د يرغل پر وړاندې په جهاد، د طالبانو پر وړاندې مقاومت او بيا د ډيموکراسۍ په لسيزه کې مهمه او فعاله ونډه درلوده.

هغه زياته کړه، چې د افغان دولت وسله والو مخالفينو په زنځيري ډول د هېواد ډېر ملي مشران وژلي او د يو شمېر نورو ملي مشرانو د وژنې په هڅه کې دي.

ده وويل: ((ځيني مشران وژل شوي او ځيني نور مشران له خپل هېواده د دفاع په خاطر د شهادت په تمه دي.))

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د کابل ښار په پل سوخته سيمه کې د محمد محقق پر موټريز کاروان چاودنه وشوه او درې ساتونکي يې ټپيان شول.

د سمنګاني د وژنې د لومړي تلين غونډه په کابل کې د لويې جرګې په خېمه کې جوړ شوې وه. په دې غونډه کې د دولتي چارواکو تر څنګ زرګونو کسانو برخه اخيستې وه.

په ياده غونډه کې د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم او د ملي جنبش د مشر ستر جنرال عبدالرشيد دوستم د ډاډګېرنې پيغامونه هم ولوستل شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.