لښكرګاه-جلال اباد (پژواك ۱۳ چنګاښ ۹۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د وسله والو په يوه بريد کې يوه ښځينه پوليسه او په يوه چاودنه کې څلور نجونې وژل شوې دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك د چنګاښ په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار اوه بجې د بست تصدۍ په سيمه كې د اسلام بي بي په نوم پر يوې پوليسې او د هغې پر زوم د دوو موټرسايكل سپرو له خوا بريد وشو.
د ده په خبره، په پېښه كې پوليسه او زوم يې ټپيان شول، خو روغتون ته تر رسېدو وروسته پوليسې د ټپونو له امله ساه وركړه او زوم يې تر درملنې لاندې دى.
دغه راز عمر ځواك وايي، نن سهار تر دې پېښې لږ وروسته د لښکرګاه ښار د لښكري بازار په سيمه كې د ماين چاودنې د يوې کورنۍ څلور نجونې ووژلې.
د ده په خبره، چې د وژل شوو نجونو عمرونه د اتو او دوولسوکلونو ترمنځ وو.
د هغه په وينا، دې نجونو له ګودره اوبه راوړې، چې په لاره کې پرې د سړک د غاړې ماين وچاودېد او څلور واړه ووژل شوې.
تر اوسه د دې پېښو مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
د يو بل خبر له مخې، د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند له نظامي تاسيساتو سره نږدې ماين چاودنې د ملي اردو يو سرتېرى وواژه.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه چاودنه نن سهار څلور بجې رامنځ ته شوه.
نوموړى وايي، ماين د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پر ځاى شوى و، خو بل چا ته په کې زيان نه دى رسېدلى.
تر اوسه د هلمند او ننګرهار د پېښو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن