کابل (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٢): د ملي امنيت شورا سلاکار وايي، تر هغه پورې چې نړيوالو متحدينو سره د ګډې ستراتيژۍ په اړه واحد نظر رامنځ ته نه شي، له هغوى سره هر ډول مشترکه سراتيژي بې معنا ده.
د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا دغه څرګندونې د چنګاښ په ١٤مه، په کابل کې “افغانستان له ٢٠١٤کال وروسته” تر نامه لاندې په يوه غونډه کې، چې د “حزب ملت افغانستان” له لوري رابلل شوې وه، وکړې.
نوموړي له امريکا سره د امنيتي سند د خبرو ځنډول د حکومت ښه اقدام وباله او زياته يې کړه، چې افغانستان له نړۍ سره پراخه او ستراتيژيکې اړيکې غواړي، دا ځکه چې دوى نه غواړي يو ځل بيا منزوي شي او د ګاونډيانو د بريدونو په ميدان تبديل شي.
خو هغه ټينګار وکړ: “له نړۍ هم غواړو چې له موږ سره ستراتيژيک مشترکات ولري؛ کله چې زموږ ملي امنيت ته د طالبانو اصلي مرکزونه، روزنځايونه او پټنځايونه او د هغوى د تمويل مراکز اصلي خطر وي او نورو ته يواځې القاعده ملي خطر وي، دا د دې څرګندونه کوي، چې موږ له خپلو متحدينو سره په اصلي نقطه کې په دوه رنګي کې اخته يو.”
نوموړي زياته کړه : “حکومت او اړونده مسوولين بايد په دې فشار راوړي، چې له نړيوالو سره زموږ ستراتيژيک مشترکات معلوم شي، ترڅو د همدغو مشترکو ستراتيژيو د تحقق لپاره ستراتيژيک تړونونه ولرو.)”
سپنتا وايي، متحدينو ته يې پيغام دادى، چې په افغانستان کې د سولې، ديموکراسۍ د تقويې، د اقتصادي او اجتماعي پراختيا لپاره له نړۍ سره پراخه همغږي او ستراتيژيکه همکاري غواړي، خو هغه مهال چې ګډه ستراتيژي نه وي، د ستراتيژيکو همکاريو په اړه هر ډول خبرې بې معنا دي.
د ده په خبره: “په خبرو کې بايد لومړى تعريف شي، چې دغه مشترکات کوم دي او که متقابل تعهدات وو، نو د ستراتيژيکو همکاريو په اړه د تړون پلوي توب ته دوام ورکړم، که نه نو ښه داده ده، سره له دې چې ستونزې به وي، بايد په خپلو پښو ودرېږو.”
د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر سپنتا د سولې روان بهير ته په اشارې سره وويل، چې د زاريو له لارې سوله راوستل، د تېرو کلونو لاسته راوړني له منځه وړي.
ده زياته کړه، سوله په عريضه ليکلو، زاريو لاس ته نه راځي، بلکې بايد د امنيتي ځواکونو په غښتلي کولو دښمن او هغه کسان چې د دښمن تر شا دي، سولې ته اړ کړى شي.
په ياده غونډه کې د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوار الحق احدي بيا د ٢٠١٤ کال په اړه اندېښنې بې ځايه وبللې، خو زياته يې کړه، چې دغه کال د افغانستان لپاره د سياست، اقتصاد او امنيتي په برخو کې خورا مهم کال دى.
نوموړي د امنيتي مسووليت لېږد، د بهرنيو مرستو کمېدل او پر افغانستان يې اغېز، په مسالمت امېز ډول د واک لېږد، هغه درې ازموينې يادې کړې، چې په راتلونکي زېږديز کال کې ورسره مخ يو.
د هغه په وينا: “په دغو درې برخو کې سره له دې چې ننګونې هم شته، خو په عين وخت کې ښه فرصتونه هم په مخکې لرو، خو د ښه مديريت له لارې يادې ننګونې او اندېښنې مهارولى شو.”
نوموړي هم د سولې خبرو ته په اشارې وويل، چې دوى د سولې پلويان دي، خو هغه سوله غواړو چې په اصولو ولاړه وي.
ده زياته کړه: “هغه سوله نه غواړو، چې زموږ د تېرو ١١ کلونو اصول چې ورته متعهد يو، نفي او يا يوه زياته برخه يې نفي شي.”
احدي وايي، هغه سوله چې د معاصرې نړۍ د منل شويو اصولو له مخې رامنځته شي، په دې ارزي چې په قدرت کې تر يوې اندازې انعطاف وښودل شي.
د سوداګرۍ وزير زياته کړه، د رڼو ټاکنو له لارې په مسالمت اميز ډول د واک لېږد، افغانستان د ٢٠١٤ کال له ګواښ څخه به برياليتوب راوباسي.
په دې غونډه کې د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال هم د ٢٠١٤ په اړه اندېښنې بې ځايه وبللې او ويې ويل، له دې کاله هغه څوک اندېښنې لري، چې د فساد په پايله يې کې پيسې پيداکړي او د ودانيو خاوندان شوي دي.
د ده په وينا، که سم مديريت وشي، نو له هېڅ ډول ستونزې سره نه شو مخ کېدلى، ځکه امنيتي ځواکونه د هېواد له خاورې او خلکو څخهخپه خپلواکه توګه دفاع کولى شي.
هغه د ولسمشريزو راروانو ټاکنو ته په اشارې سره وويل، چې د ملي وفاق له لارې کوښښ کوي، چې کانديدان غوره شي.
خو ده زياته کړه، ملي وفاق په دې معنا نه دى، چې د يو شمېر کسانو مقام، جايدانونه، امکانات او ثروت چې ترلاسه کړى يې دى، وساتل شي.
د هغه په وينا، حزب اسلامي له هغه دود سره چې ولسمشر دې پښتون، د هغه لومړى مرستيال دې تاجک او دوهم مرستيال دې هزاره وي، مخالف دى.
ده زياته کړه: “که داسې وي، نو يو ښکاره ظلم موجود دى، زموږ ازبک قوم به تل محروم وي او هېڅ ډول چانس به نه لري، که څه هم يو ازبک د رهبريت کفايت او وړتيا هم ولري، خو بيا به هم د قدرت په سر کې را نه شي.”
ده زياته کړه : “موږ بايد له قومي، ژبنيو او نژادي محدودونو څخه راووځو، بايد چې کسان د لياقت او وړتيا له مخې وټاکل شي.”
ياده دې وي چې يادې غونډې ته يو شمېر وکيلانو او نورو سياسي څېرو هم ويناوې وکړې.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن