ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چپرهار خلک د مسلکي ډاکټرانو او درملو له نشتوالي شکايت کوي

د چپرهار خلک د مسلکي ډاکټرانو او درملو له نشتوالي شکايت کوي

author avatar
5 Jul 2013 - 09:51
د چپرهار خلک د مسلکي ډاکټرانو او درملو له نشتوالي شکايت کوي
author avatar
5 Jul 2013 - 09:51

جلال اباد(پژواک١٤ چنګاښ٩٢): د ننګرهار  د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتيايي اسانتياو له نشتوالي شکايت کوي  .

چپرهار د جلال اباد ښار سويل لوري ته په شاوخوا ٢٥ کيلو مترۍ کې پرته نږدې ولسوالۍ ده، چې ډېرى مهال ترې د نا امنيو خبرونه هم ورکول کېږي.

 ددې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي ميرويس د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولسوالۍ کې روغتيايي کلينکونه ډېر کم دي او که چېرې په کومه ساحه کې موجود هم وي نو مسلکي ډاکټران، او درمل نه لري.

ده زياته کړه: (( يوه عادي ناروغي چې ملاريا ده، د هغې دوا هم د چپرهار په کلينک کې نه موندل کېږي. ))

دى د روغتيايي کلينکونو پر مسئولينو تور لګوي چې ګواکې درمل په شخصي درملتونونو کې پلوري.

نوموړي زياته کړه چې په مرکزي کلينک کې يواځې يو مسلکي ډاکتر شته چې هغه هم خپلې شخصي معاينه خانې ته مريضان بولي.

ددې ولسوالۍ د دولتزو اوسيدونکى صفت الله خالد پژواک ته وويل چې په ټوله ولسوالۍ کې دوه روغتيايي مرکزونه موجود دي چې په هغو کې هم مسلکي ډاکټران په نشت حساب دي.

دى زياتوي: (( دلته امنيت نشته او مسلکي ډاکټر کلينک ته نه راځي، ځينو يې ځانونه تبديل کړي دي))

د ده په وينا، ولايتي اداره او ولسوالۍ په چپرهار کې د امنيت په راوستو کې پاتې راغلې ده، نو همدا لامل دى په دغه ولسوالۍ کې ډېرى کارونه غېر قانوني روان دي.

نوموړي زياته کړه چې په روغتيايي مراکزو کې يوه ګولۍ هم مريض ته نه ورکول کيږي او له کلينکه بهر د شخصي درملتونونو سره هر ډاکټر اړيکه لري او خپل مريضان د درملو په موخه ورليږي او دوى ترې فيصدي اخلي.

د ننګرهار ملکي روغتون ته راغلى ناروغ يما د عامې روغتيا پر چارواکو غږ کوي چې د چپرهار ولسوالۍ ته دې مسلکي ډاکټران وليږي.

نوموړى وايي که چېرې مسلکي ډاکټران په ياده ولسوالۍ کې موجود واى نو دى به ملکي روغتون ته د درملنې په موخه نه راتلى.

ده زياته کړه: (( کوم ډاکتران چې د چپرهار اوسيدونکي دي هغوى په خپله هم د ناامنۍ له امله له چپرهار څخه راوتي دي))

د چپرهار ولسوال حاجي محمد صديق دولتزي د چپرهار ولسوالۍ د اوسيدونکو روغتيايي ستونزې مني .

نوموړي ويلي چې د روغتيا په برخه کې ستونزې يې له ولايتي ادارې سره شريکې کړي دي، او د ځينو د حل کيدا وعده هم ورسره شوې ده.

خو د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد دا نه مني چې ګواکې په يادې ولسوالۍ کې دې دوه روغتيايي مرکزونه موجود وي،.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې له ډير شمير ولسواليو څخه د روغتيا په برخه کې دغې ولسوالۍ ته پاملرنه زياته شوې ده.

ډاکټر بازمحمد وايي چې کلينکونو ته يې په کافي اندازه درمل هم ليږلي دي .

دى دا خبره هم په کلکه ردوي چې ګواکې د کلينکونو چارواکي درمل په شخصي درملتونونو پلوري.

شېرزاد وايي: (( که چېرې يو کس هم له ثبوت سره ماته حاضر شي، زه به سم له واره د کلينک امر او يا هم بل تورن کس د قانون منګلو ته وسپارم. ))

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.