ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې فوټبيال سيالۍ پاى ته ورسېدې

لښکرګاه کې فوټبيال سيالۍ پاى ته ورسېدې

author avatar
6 Jul 2013 - 11:07
لښکرګاه کې فوټبيال سيالۍ پاى ته ورسېدې
author avatar
6 Jul 2013 - 11:07

لښکرګاه (پژواک ١٥ چنګاښ ٩٢): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د فوټبال دوه مياشتنۍ پيل شوې سيالۍ تېره ورځ د هارون پوپل لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.

د هلمند د المپيک امر ادريس عليزي پژواک اژانس ته وويل، سيالۍ دوه مياشتې او لس ورځې وړاندې د کرزي په لوبغالي کې د ١٧ لوبډلو تر منځ پيل شوې وې.

د ده په خبره، چې پاى لوبې ته هارون پوپل او قانون لوبډله ووتې، خو د دې دوو لوبډلو تر منځ سيالۍ کې دوه صفر د هارون پوپل په ګټه پاى ته ورسېده او درېيم مقام ياران لوبډلې واخيست.

عليزي زياته کړه، د لوبو موخه دا وه، چې له ١٧ لوبډلو به لس غوره اعلانيږي او هغه به بيا کولى شي، چې د هېواد په کچه ولايتي او ملي سياليو کې برخه واخلي.

د ده په خبره، دغه راز يې له يادو لوبو يوه موخه دا وه چې ځوانان لوبو ته وهڅول شي، له جګړې، نشه يي توکو او نورو ناوړه کارونو راوګرځول شي.

د لوبو په وروستيو کې د لوبغاړو له خوا د پټاکيو چاودنې او هوايي ډزې ترسره شوې، خو دغو ډزو د لښکرګاه ښاريان ووېرول.

د لښکرګاه يو اوسېدونکى عبدالخالق وايي، چې د يادو ډزو له امله بازار وتړل شو او په خلکو کې د وېرې له امله څو ترافيکي پېښې هم رامنځته شوې.

 د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول شاه محمد اشنا هم وويل، چې وروسته پوليس سيمې ته ورسېدل او د ډزو مخنيوى يې وکړ.

د المپيک امر وايي، دوى نه پوهېدل، چې په دغه کار سره به په ښار کې وېره خپره شي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.