ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي پېښو کې ٥٥ وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي پېښو کې ٥٥ وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
8 Jul 2013 - 12:35
امنيتي پېښو کې ٥٥ وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
8 Jul 2013 - 12:35

کابل-جلال اباد-غزني (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢): د ننګرهار، لغمان، غزني او ميدان وردګو ولايتونو په ځينو امنيتي پېښو کې ٢١ افغان ملي سرتېرو او ٣٤ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژاسن ته وويل، چې پرون ملي ځواکونو د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د نجات په نوم يو ورځني عمليات ترسره کړل.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو پر مهال ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي، وسلې او مهمات يې هم ترې ترلاسه شوي دي.

د خوګياڼي په وينا، په عملياتو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د والي وياند دغه راز وويل، چې تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د يو لړ نورو ځانګړو عملياتو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د ميدان وردګو ولايت په نورو سيمو کې د يو شمېر دولتي سرتېرو د وژلو ادعا يې کړې ده.

بلخوا په ختيځو ولايتونو لغمان او ننګرهار کې هم د يو لړ عملياتو په ترڅ کې پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار نږدې نهه بجې د الينګار ولسوالۍ د مسکين اباد په سيمه کې د مخالفو وسله والو يوې وړې ډلې چې غوښتل يې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړي، د ملي امنيت د سرتېرو له کمين سره مخ شول.

هغه زياته کړه، چې د دې نښتې په پايله کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو بل په ټپي حالت کې نيول شوى او يو د ملي امنيت سرتېرى هم ټپي دى.

د والي وياند زياتوي، چې په نښته کې دوه کلاشينکوفونه، يو ميل تومانچه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

بلخوا د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار څلور بجې د بټي کوټ په شينوارو کلا سيمه کې د سړک پر سر پر پرتې امنيتي پوستې د وسله والو له لوري بريد شوى چې په پايله کې يې درې پوليس وژل شوي او يو ټپي دى.

نوموړى وايي، چې له نښتې وروسته سمدستي پوستې ته حمايوي ځواکونه رسېدلي او وسله وال يې پر شا تمبولي دي.

عبدالزى زياتوي، چې مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

خو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، چې په نښته کې شپږ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته نښته تاييد کړه او زياته يې کړه، چې په جګړه کې نهه پوليس وژل شوي او پوسته په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

نوموړى وايي، چې په دې نښته کې د دوى درې ملګري يواځې ټپي شوي دي.

ياده دې وي، له تېرې ورځې راهيسې د بټي کوټ ولسوالۍ په بېلابېلو ځايونو کې د امنيتي ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات روان دي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت اعلان کړى، چې په فراه، لغمان، هلمند او غزني کې د ملي اردوپنځه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.