ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: طالبان دې د روژې مياشتې په وياړ جګړه پاى ته ورسوي

حامد کرزى: طالبان دې د روژې مياشتې په وياړ جګړه پاى ته ورسوي

author avatar
8 Jul 2013 - 20:22
حامد کرزى: طالبان دې د روژې مياشتې په وياړ جګړه پاى ته ورسوي
author avatar
8 Jul 2013 - 20:22

کابل (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د روژې مياشتې په رارسېدو پر وسله والو طالبانو غږ کړى، چې د دغې مياشتې په وياړ دې د سولې لاره خپله او د جګړې لړۍ دې ودروي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي دغه څرګندونې د روژې مبارکې مياشتې د راتلو په مناسبت په خپله پيغام کې په ډاګه کړې دي.

حامد کرزي ويلي، له بده مرغه نن زموږ متدين ولس يو ځل بيا د يوې ناپاکې او مبهمې جګړې په اور کړول کيږي، بچيان يې له تعليمه منع کيږي، ابادۍ يې ويجاړیږي، د پرمختګ مخه يې نيول کيږي، علما او مشران يې وژل کيږي او جوماتونه يې ورانيږي.

ده زياته کړې: “له بده مرغه دا ټول د اسلام ضد کړنې د اسلام تر نامه لاندې د داسې چا له خوا ترسره کيږي، چې په واقعيت کې د اسلام د سپېڅلي دين ضعيفول او بدنامول غواړي.”

ولسمشر ويلي: “زه د رمضان المبارک د بختورې مياشتې د رارسېدو له امله يو ځل بيا پر طالبانو، خصوصاً پر هغو طالبانو چې ځان د دغه هېواد بچيان بولي او د اسلام په درد دردمن دي، غږ کوم چې د دغې مبارکې مياشتې په وياړ دې د سولې، عطوفت او احسان لاره خپله کړي؛ د جنګ او انسان وژنې سلسله دې بنده کړي او نور دې د دغه مجاهد ملت د کړاو او عذاب باعث نه ګرځي.”

نوموړي له وسله والو مخالفينو غوښتي چې راشي، د خپل وطن په غېږ کې د عزت ژوند غوره کړي او د هغو پرديو له منګولو ځان خلاص کړي؛ کوم چې دين يې وسيله ګرځولې، مسلمانان پرې تباه کوي او د اسلام د دښمنانو د يوې سترې توطئې لپاره خدمت کوي.

د ولسمشر په خبره: “د قطر دفتر له پرانيستلو وروسته به وطندوست طالبان په دې پوه شوي وي، چې په پرديو هېوادونو کې نه د دوی عزت خوندي دی او نه يې هم بيرغ؛ پردي له دوی نه يواځې د يوې وسيلې په توګه ګټه اخلي.”

دى وايي، افغانان به د خپل ايمان او اخلاص په برکت او د رب العزت په مرسته بيا له دغې سترې ازموينې بريالى راووځي، خو طالبان دې په دغه حساسه شېبه کې د خپل مسلمان ولس ترڅنګ په درېدلو سره د تاريخي بدنامۍ په ځای ځان ته وياړ او نېکنامي وګټي.

نوموړي د لوی خدای (ج) له درباره خپل مسلمان ملت ته له برکتونو ډکه مياشت او د دنيا او اخرت برياليتوب غوښتى دى.

دا په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو درې ورځې وړاندې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و، چې د روژې په مياشت کې به خپلو تکتيکي بريدونو ته دوام ورکړي.

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.