کابل (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٢): ملګرو ملتونو په افغانستان کې د شخړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د روژې مياشتې د سپېڅلتيا درناوى دې وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د پلاوي دفتر “يوناما” له لوري، نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان له درېيو لسيزو څخه زيات تاوتريخوالى زغملى او اوس د سياسي او امنيتي لېږد له بهير څخه د تېرېدو په حال کې دى، چې دا د هېواد د راتلونکي پرمختګ لپاره خورا مهم دى.
سرچينې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي يان کوبېش له قوله ويلي: “زه له دې فرصت څخه په ګټې اخيستلو سره د شخړې پر ټولو اړخونو غږ کوم، چې د دې مبارکې مياشتې د سپېڅلتيا درناوى وکړي او افغان کورنيو ته د دې امکان ورکړي، چې په سوله ييز چاپېريال کې عبادت وکړي او دغه مياشت ولمانځي.”
نوموړي د افغانستان خلکو ته د روژې مياشتې د مبارکۍ ويلو ترڅنګ زياته کړې، هيله لري چې د روژې مياشت به د سولې او زغم په فضا کې ولمانځل شي، چې دا به په خپل وار د تلپاتې موخې لپاره، چې سوله ده، لاره هواره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، يوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له کورنۍ سره په ګډه له افغانانو سره خپل ملاتړ ته د امنيت، ټيکاو او ښېرازۍ د راوستلو په موخه ادامه ورکوي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن