ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو سرتیري په برید کې یو امریکایی سرتیری وژل شوی ۷ ټپیان دي

د ملي اردو سرتیري په برید کې یو امریکایی سرتیری وژل شوی ۷ ټپیان دي

author avatar
9 Jul 2013 - 14:57
د ملي اردو سرتیري په برید کې یو امریکایی سرتیری وژل شوی ۷ ټپیان دي
author avatar
9 Jul 2013 - 14:57

کندهار ، غزني (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٢ ) : له يوې لنډې مودې وروسته بيا د داخلي بريدونو د لړۍ په ترڅ کې د ملي اردو يوه سرتېري پر امريکايي سرتېرو ډزې کړې او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د کندهار چارواکي وايي، چې دا پېښه نن د چنګاښ په ١٨مه،د کندهار په هوايي ډګر کې رامنځته شوې ده.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د هوايي لوا قوماندان جنرال عبدالرازق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي اردو يوه سرتېري پر امريکايي سرتېرو ډزې وکړې او درې سرتېري يې ټپيان کړل.

هغه زياته کړه، چې بريد ګر سرتېرى نيول شوى او اوس ترې پوښتنې پيل شوې دي.

د نوموړي په وينا، دغه سرتېرى  د لغمان ولايت اوسېدونکى دى او له تېرو څو کلونو راهيسې يې د دوى په لوا کې دنده درلوده.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاويد فيصل هم پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې دا بريد تر لفظي شخړې وروسته شوى دى.

ايساف وايي چې دافغانستان په سويل کې نن داسې يوه پېښه رامنځته شوې ده او افغان ځواکونه يې په اړه پلـټنې پيل کړې دي.ز

سرچینه زیاتوي چې په دې پيښه کې یې یو سرتیری وژل شوی ، خو د سرتیري هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

بلخوا امریکایي رسنیو ددفاع وزارت په حواله خبر ورکړی چې د کندهار په داخلي برید کې یو امریکایی سرتیری وژل شوی او اوه ټپیان دي.

ديادونې ده ، چې تر دې مخکې د کندهار ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دا ډول داخلي بريدونه شوي دي.

تېر کال په ٤٦ دا ډول داخلي بريدونو کې ٦٢ بهرني سرتېري وژل شوي وو، خو سږ کال دا ډول بريدونه لږ شوى و.

بلخوا دغزني چارواکي وايې، چې وسله والو طالبانو سره ديوې نښتې پر مهال دوه بهرني سرتېري ټپيان شوي دي.

د ولايت مقام څخه پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دې نښته کې ١٩ بهرني او کورني سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي د خپلو درېيو ملګرو وژل کېدل هم تاييد کړل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.