ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې درېيو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
9 Jul 2013 - 18:50
author avatar
9 Jul 2013 - 18:50

غزني (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، د غزني په مرکز کې د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپيان او يوه ماشومه ووژل شوه ، خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې دغه مرګ ژوبله د پوليسو په ډزوکې اوښتې ده.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده پژواک خبري اژانس ته وويل،چې  نن له غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د غزني د مرکز اړوند د روضې په سيمه کې په داسې حال کې پر سړک ځاى پر ځاى شوى ماين وچاودېد ، چې له سيمې څخه د عامه ساتنې د پوليسو رينجر موټر تېر شوى و.

دى وايي، چې ماشومانو ته ياده مرګ ژوبله د همدې چاودنې له امله رامنځته شوه .

د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت وايي، چې د پېښې له ځايه دې روغتون ته د يوې ١٦ کلنې نجلۍ مړى او دوه  ټپي شوي ماشومان ، چې يو هلک او يوه نجلۍ ده  او عمرونه يې د اتو او لسو کلونو ترمنځ دي، وروړل شوي دي.

خو د سيمې اوسېدونکي ادعا کوي، چې ياده مرګ ژوبله د پوليسو په ډزو کې رامنځته شوې ده.

د وژل شوې نجلۍ پلار علي محمد وايي ، د فهيمې په نوم لور يې چې له ښوونځي بېرته کور ته روانه وه، په چاودنه کې نه، بلکې د پوليسو په ډزو وژل شوې ده.

د هغه په وينا، د دوى له کوره شاوخوا دوه سوه متره لرې چاودنه وشوه او  وروسته پوليسو ډزې وکړې، چې د ده لور په کې ووژل شوه .

د سيمې يو بل اوسېدونکى محمداکرم هم وايي، له چاودنې وروسته د عامه ساتنې پوليسو ډزې وکړې، چې په پايله کې يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

خو ولايتي چارواکي دا خبره نه مني.

د يو بل خبر له مخې، د غزني ولايت د زنخان ټپي شوي پخواني ولسوال شېرخان يوسفزي،د درملنې لپاره کابل ته د لېږد پر مهال ساه ورکړه. 

د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوسفزي نن له غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو کابل ته په لاره ساه ورکړه.

د غزني د زنخان پخوانى ولسوال ، د دې ولايت د ده يک له ولسوال حاجي فضل احمد سره يوځاى  د روانې چنګاښ مياشتې  په  ١٦مه د ده يک اړوند په خشک سيمه کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې ټپيان شول.

په دې چاودنه کې د هغوى دوه ساتونکي هم ټپيان شول  او يو ساتونکى يې ووژل شو.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت د معلوماتو له مخې، د ده يک ولسوال، چې د غزني د سولې شورا د سيمه ييز دفتر مشر هم دى، اوسمهال په بګرام کې تر درملنې لاندې دى

Visits: 58

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.