ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې يوه سيمه ييز پوليس دوه کروندګر ووژل

په کندوز کې يوه سيمه ييز پوليس دوه کروندګر ووژل

author avatar
9 Jul 2013 - 14:26
په کندوز کې يوه سيمه ييز پوليس دوه کروندګر ووژل
author avatar
9 Jul 2013 - 14:26

 کندوز (پژواک ١٨ چنګاښ ٩٢):وروسته له هغه چې دکندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې دوه کروندګر ديوه سيمه ييز پوليس له خوا ووژل شول ، نن يو شمېر خلکو لاريون وکړ، اربکيان يې ددغې پېښې مسوول وبلل او دهغوى دنيولو غوښتنه يې وکړه .

د سيمې د اوسېدونکو په وينا، دا پېښه تېر مازيګر ددشت ارچي په باجوړي سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه ، چې دافتخار په نوم يو اربکى دعشر اخيستو لپاره دغنمو کروندې ته ورغى ، خو کروندګرو د عشر له ورکړې ډډه کوله .

 دوى وايي، چې وروسته بيا دواړه کروندګرد شنيو نومي مشور اربکي له خوا دکلاشينکوف په ډزو ووژل شول ، يو ١٢ ماشوم يې ټپي کړ او خپله په تېښته بريالي شول .

نن سهار يو زيات شمېر خلکو،په داسې حال کې، چې  ددغو دوو کرونګرو مړي يې له ځان سره لېږدول ، د ولسوالۍ په څلورلارې کې يې لاريون وکړ .

 يوه لاريون کوونکي انځرګل پژواک خبري اژانس ته وويل:” داربکيانو له لاسه تر پزې راغلي يو، دامنيه قوماندانۍ په پنځوس مترۍ کې دوه کروندګر ووژل شول ، خو دولت نه شي کولاى، چې وژونکي يې ونيسي .”

د سيمې يوه سپين ږيري حاجى نعيم هم ، چې زيات غوسه و ، وويل ، اربکيان له خلکو په زور عشر اخلي ، که څوک يې ورنه کړي ، نو وهي يې او حتى وژل کېږي .

 خو د دشت ارچي ولسوال شيخ صدرالدين وويل ،چې يواځې يو کروندګر ديوه سيمه ييز پوليس له خوا د شخصي شخړې له امله وژل شوى او پوليس هم دمقابل لوري دخپلوانو له خوا وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې برخه کې څېړنې دوام لري او تر اوسه يې څوک نه دي نيولي .

 سيمه ييز مسوولين وايي، چې داربکي په نامه هېڅ کوم ځواک نه شته او کله که هم کومه پېښه کېږي، نو غير قانوني وسله وال په کې ښکېل وي .

اربکيان هغه ځواک ته ويل کېږي، چې له کومې تنخوا پرته دخپلې سيمې د امنيت په ټينګښت کې برخه اخلي ، خو دغه نوم اوسمهال هغه ځواک ته ورکول کېږي، چې ددولت په اډانه کې رسميت نه لري او ددولت له خوا دوسله والو مخالفينو پر ضد وسله وال او سمبالېږي .

 تېره اونۍ هم يوه سيمه ييز پوليس د دولتي کلاشينکوف په کارونه دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍ کې يوه ځوانه ښځه ووژله، چې وروسته په تېښه بريالى شو، خو دغه کار يې د  سيمې دخلکو سخت غبرګون را وپاراوه .

سيمه ييز پوليس په خپلو سيمو کې د امنيت ټينګولو دنده پرغاړه لري، دکورنيو چارو وزارت په اډانه کې تنظيم شوي ، تنخوا ورکول کېږي او په هغه سيمو کې، چې دملي پوليس شتون په کې پيکه وي ، دنده تر سره کوي .

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.