کابل (پژواک، ١٩چنګاښ ٩٢) : په ميدان وردګو ولايت کې د دولت د ٢٣ وسله والو مخالفينو دمرګ ژوبلې ادعا وشوه.
د ميدان وردګو ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په يوه راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې تېره شپه په نرخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او حزب اسلامي د وسله والو خپلمنځي نښته کې څلور وسله وال طالبان او دوه د حزب اسلامي غړي وژل شوي دي
خبرپاڼې زياته کړې ، چې په همدې حال کې په ياده ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو بېلابېل عمليات تر سره کړي ، چې په ادعا يې ١٣وسله وال طالبان وژل شوي،څلور ټپيان او لس نيول شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ، په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
سرچينې زياته کړې ده ، چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى .
د پورته ادعا په اړه تراوسه وسله والو طالبانو او حزب اسلامي څه نه دي ويلي ، خو وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د بېلابېلو بريدونو ادعا کړې ده .
طالب وياندذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته په ليږل شوې خبرپاڼه کې ويلي ، چې ددوى وسله والو د سيداباد په سلطان خېلو کې پر نظامي قرارګاه بريد کړى، همدارنګه د سيداباد په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر اکمالاتي موټر سوځولي او دغه راز يې د مرکز ميدان ښار اړوند په ابراهيم خېلو ، زمان خېلو او غونډاخېلو سيمو کې له امنيتي ځواکونو سره مخامخ نښتې کړي ، چې يو شمېر امنيتي سرتېري يې وژلي دي.
د يادونې ده ، چې وړمه ورځ هم ددغه ولايت امنيتي چارواکو په سيداباد ولسوالۍ کې د شلو وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کړې وه .
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن