ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين چاودنو شپږ تنه وژلي

author avatar
11 Jul 2013 - 11:28
author avatar
11 Jul 2013 - 11:28

لښكرګاه-باميان (پژواك ۲۰ چنګاښ ۹۲): د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په دوو بېلابېلو چاودنو کې درې ملكي وګړي او دوه د عامه نظم پوليس وژل شوي دي.

بلخوا په يوې چاودنه کې د دايکنډي د کجران ولسوالۍ د ملي امنيت مدير ټپي او ساتونکى يې وژل شوى دى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وختي په نادعلي ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر يوه ټونس موتر د ماين چاودنې درې ملکي وګړي وژلي دي.

د هغه په وينا، په همدغه مهال د لومړۍ پېښې ځاى ته نږدې د عامه نظم د پوليسو پر موټر په داسې حال کې چاودنه شوې، چې غوښتل يې د لومړۍ چاودنې له قربانيانو سره مرسته وکړي.

ځواك وايي، د عامه نظم پر پوليسو په شوې چاودنه کې د عامه نظم دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د يو بل خبر له مخې، د والي وياند ځواك وايي، چې نن سهار د لښكرګاه ښار د كندهار اډې ته نږدې د ملي اردو د سرتېرو پر يوه موټر د ماين چاودنه وشوه او درې سرتېري يې ټپيان کړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دايکنډي په کجران ولسوالۍ کې هم د دې ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير پر موټر چاودنه شوې ده.

د ياد ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګلدي ياردم پژواک اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې د ملي امنيت مدير ټپي او ساتونکى يې وژل شوى دى.

د هغه په وينا، دا چاودنه پرون مازديګر ولسوالۍ ته نږدې پر سړک شوې، چې له امله يې د هغه موټر هم ويجاړ شوى دى.

امنيه قوماندان وايي، چې د ټپي شوي مدير روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ماين چاودنو په پېښو کې د ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

وړمه ورځ په هرات ولايت کې د چاودنې له امله شاوخوا ٢٠ ملکي وګړي ووژل شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.