کابل (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٢): امنيتي مسوولين وايي، چې د کابل په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د يوه موټربم چاودنې په چلوونکى وژلى او درې ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس جنرال محمد ظاهر د چنګاښ په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې لس بجې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، چې ياد کرولا موټر ته له ساحې د تېرېدو پر مهال د پوليسو له خوا د درېدو اشاره وشوه، خو چلوونکي د پوليسو هدايت ته پام ونه کړ او له ساحې وتښتېد.
د کابل د جنايي څېړنو رييس وويل، دغه موټر په داسې حال کې چې د پوليس تر تعقيب لاندې و، د تلاشۍ ځاى ته په څو سوه مترۍ کې وچادېد.
د جنرال ظاهر په وينا، تر اوسه نه ده معلومه شوې، چې دغه چاودنه د موټربم وه او که چلوونکي يې ځانمرګى واسکټ اغوستى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، لومړني راپورنه ښيي، چې په دې چاودنه کې د موټر چلوونکى وژل شوى او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
خو د ميربچه کوت ولسوال عبدالرحيم راشد وايي، چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي او د درملنې په موخه په کابل کې ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن