ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميربچه کوټ چاودنې ځانمرګى وژلى او درې ملکي وګړي يې ټپيان کړي

author avatar
12 Jul 2013 - 11:49
author avatar
12 Jul 2013 - 11:49

کابل (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٢): امنيتي مسوولين وايي، چې د کابل په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د يوه موټربم چاودنې په چلوونکى وژلى او درې ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس جنرال محمد ظاهر د چنګاښ په ٢١مه پژواک اژانس  ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې لس بجې رامنځته شوه.

د هغه په وينا، چې ياد کرولا موټر ته له ساحې د تېرېدو پر مهال د پوليسو له خوا د درېدو اشاره وشوه، خو چلوونکي د پوليسو هدايت ته پام ونه کړ او له ساحې وتښتېد.

د کابل د جنايي څېړنو رييس وويل، دغه موټر په داسې حال کې چې د پوليس تر تعقيب لاندې و، د تلاشۍ ځاى ته په څو سوه مترۍ کې وچادېد.

د جنرال ظاهر په وينا، تر اوسه نه ده معلومه شوې، چې دغه چاودنه د موټربم وه او که چلوونکي يې ځانمرګى واسکټ اغوستى و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، لومړني راپورنه ښيي، چې په دې چاودنه کې د موټر چلوونکى وژل شوى او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

خو د ميربچه کوت ولسوال عبدالرحيم راشد وايي، چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي او د درملنې په موخه په کابل کې ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.