ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لسو پاکستانيانو په ګډون ١٤ طالبان او دوه عام وګړي ووژل شول

author avatar
13 Jul 2013 - 14:37
author avatar
13 Jul 2013 - 14:37

کندهار، اسعد اباد، چاريکار ( پژواک ٢٢ چنګاښ ٩٢ ) : د هېواد د بېلا بېلو سيمو په امنيتي پېښو کې ١٤ وسله وال او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندهار ولايت چارواکي وايي ، چې تېره شپه په ارغسان ولسوالۍ کې ديوې نښتې په ترڅ کې ١٢ پاکستاني طالبان وژل شوي دي.

د ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د چنګاښ په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، يادو طالبانو تېره شپه پلان درلود، چې  د ارغسان ولسوالۍ د شنه نري په سيمه کې چي د پاکستان له منزکي سيمې سره پوله لري ، پر امنيتي پوستو بريد وکړي.

د هغه په وينا، پوليسو د استخباراتي معلوماتو په لرلو سره د طالبانو د ياد پلان په ارتباط په کمين کې وو  او وسله والو سره يې نښته رامنځ ته شوه.

د فيصل په وينا، ترڅو ساعته مخامخ جګړې وروسته د وسله والو پاکستاني طالبانو ١٢ تنه ووژل شول  اوپاتې نور يې بېرته د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته واوښتل او د پاکستانيو سرتېرو له سرحدي پوستو څخه ډاډه تېر شول.

نوموړي زياته کړه، چې په دې نښته کې ملي پوليسو او عامو خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د ولايت مقام له خوا په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې تېره ورځ په پنجوايي ولسوالۍ کې دوه طالب ماين خښوونکي وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي،چې دغو دوو طالبانو د يادې ولسوالۍ د کڼې په سيمه کي غوښتل ، چې د افغان ملي امنيتي ځواکونو او بې ګناه ولسي وګړو د له منځه وړلو په موخه ماينونه ځاى پر ځاى کړي ، چي دواړه د ايساف تر هوايي بريد لاندې راغلل او ووژل شول.

د ولايت مقام په يوه بله خبرپاڼه کې راغلي ، چې د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد په ساحه کې د سړک د غاړې د ماين په يوه چاودنه کې د دوو کوچنيو هلکانو پښې غوڅ شوې دي.

 سرچينه زياتوي ،دغه ماشومان چې له همدې لارې څخه د تېرېدو په حال کې وو، د وسله والو طالبانو له لوري پر خښ شوي ماين ختلي، چې په پايله کې يې يوه ماشوم خپلې دواړه پښې او دويم ماشوم له خپلو دواړه پښو سره يو لاس هم له لاسه ورکړي دي.

دغه ماشومان له پېښې څخه وروسته سم دستي، د سيمې د امنيتي ځواکونو له لوري روغتون ته وړل شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

وسله وال طالبان تل امنيتي ځواکونو ته، د زيان رسولو لپاره  پر عامه لارو باندي ماينونه خښوي ، چې د يادو ماينونو  اکثره قربانيان ملکي وګړي دي. ديادوني  ده ،چي تردې وړاندې هم د کندهار په بېلا بېلو سيمو کي د ماين د چاودنو په ورته پېښو کي ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 بلخوا د نورستان ولايت ځايي چارواکي وايي،چې د وسله والو طالبانو په يوه  بريد کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند پژواک ته وويل ، چې وسله والو مخالفينو تېره شپه د کامدېش ولسوالۍ پر يوه کلي د هاوان بريدونه کړي ، چې ځينې مرمۍ پر يوه کور ولګېدې.

د ده په وينا، په دې بريد کې يوه ښځه او يو سړى وژل شوي او دهغوى کور هم ويجاړ شوى دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.