کابل (پژواک٢٢،چنګاښ٩٢): ولسمشر حامد کرزى د ملالۍ يوسفزۍ د زوکړې د شپاړسمې کاليزې د مبارکۍ ويلو ترڅنګ وايي، چې پوهنه د ډېورنډ د کرښې دواړوغاړو ته تر ترهګريزو بريدونو لاندې ده .
ملاله يوسفزۍ تېر کال په تلې مياشت کې د سوات مينګورې کې له ښوونځي څخه کور ته دتلو پرمهال د پاکستانيو طالبانو تر بريد لاندې راغله، چې پر غاړې او سر سحته ټپي شوه او وروسته د درملنې لپاره انګستان ته واستول شوه .
پر دغې ١٦ کلنې نجلۍ له دې امله بريد وشو ،چي د نجونو د ښوونې او روزنې په اړه يې کمپاين پيل کړى و، له دې پېښ څخه وروسته يې د سولې جايزه تر لاسه کړه او اوس مهال په بريتانيا کې زده کړې کوي .
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي دملالۍ يوسفزۍ د زوکړې د شپاړسمې کاليزې د مبارکۍ ويلو پر مهال ويلي، چي پوهنې په افغانستان او پاکستان کې سخته ضربه ليدلې ده .
هغه زياته کړې: پوهنه له کلونو راهيسې د ډېورنډ دواړو غاړوته تر ترهګريزو بريدونو لاندې ده او يواځې هغوى چې د ډېورنډ د کرښې د دواړو غاړو د خلکو د ودې او پرمختګ مخالفين دي، په دا ډول جنايتونو لاس پورې کوي .
ولسمشر ټينګارکړى،چې له ترهګرۍ او تند لارۍ څخه د سياسي وسيلې په توګه ګټه پورته کول د هېڅ هېواد په ګټه نه تمامېږي اوافغانستان او پاکستان بايد د ترهګرۍ او تند لارۍ پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي، ځکه چې ترهګري او تندلاري ددواړو هېوادونو راتلونکى نسل له زياتو ګواښونو سره مخ کوي .
ملاله يوسفزۍ تېره ورځ د خپلي زوکړې کاليزې د نمانځلو پرمهال د ملګري ملتونو په دفتر کې وويل ، چې ترهګري او جګړې دافغانستان او پاکستان ماشومان له ښوونځي څخه را ايسار کړي دي .
هغې زياته کړه، چې د افغانستان وګړي له کلونو را هيسې د تند لارۍ قربانيان دي .
هغي وويل : “يو ښوونکى، يو ماشوم، يو کتاب او يو قلم کولاى شي، چې نړۍ ته بدلون ورکړي او تندلاري له دې بدلون څخه په وېره کې دي .
د ويلو ده، چې د ملګرو ملتونو سر منشي څه وخت مخکې ، د جولاى ١٢ مه ، چې د ملالۍ له زوکړې سره سمون خوري، د ملالې د نړيوالې ورځې په نوم ونوموله . په همدې وياړ پرون د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ملالې لپاره ديوې لويې غونډې تابيا شوې وه او د پوهنې د يوې فعالې په توګه د هغې د زړورتيا درناوى وشو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن