کابل ( پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٢ ) : ولسمشر حامد کرزي په ٢٠ کاله بند محکوم نيپالۍ وګړى بښلى او هغه يې خوشې کړى دى.
نيپالي رسنيو دچنګاښ په ٢٤مه، په اسلام اباد کې د نيپال د سفارت په حواله خبر ورکړى، چې دغه نيپالى وګړى تيلاک بهادر تهاپا نوميږي او څلور مياشتې مخکې په هلمند ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى و.
سرچينې زياته کړې، چې نوموړي په يوه خصوصي شرکت کې د امنيتي ساتونکي (ګارډ) په توګه دنده ترسره کوله، چې له يو شمېر نورو کسانو سره د جاسوسۍ په تور نيول شوى او محکمې پرې د ٢٠ کلونو بند حکم کړى و.
په اسلام ابادکې د نيپال سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نيپال لومړي وزير بابورام بهاتاريا په دې اړه ولسمشر حامد کرزي ته يو ليک استولى و او دهغه د بښنې غوښتنه يې ترې کړې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي دغه غوښتنه ومنله او ياد نيپالى پرون ديکشنبې په ورځ تر خوشې کېدو وروسته د کابل له هوايي ډګر څخه د دوبۍ له لارې خپل هېواد ته ستون شو .
د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن