ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بلخ کې د سوداګرۍ پر وړاندې د بنسټيزو ستونزو لامل سياسي مسايل دي”

author avatar
16 Jul 2013 - 15:25
author avatar
16 Jul 2013 - 15:25

مزارشريف ( پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٢ ) : د بلخ ولايت د سوداګرۍ او صنايعو چارو رييس وايي، چې په شمال او په ځانګړې توګه بلخ ولايت کې د سوداګرۍ پر وړاندې د بنسټيزو ستونزو لاملونه، د هېواد ځينې سياسي مسايل او د ازبکستان هېواد ناسالم ګاونډيتوب دی.

د دغه ولايت د سوداګرۍ او صنايعو چارو رييس او په  شمال زون کې د افغان ملت ګوند پخواني مسوول ډاکټر محمد هاشم برنا، د چنګاښ په ۲۵مه،  په خبري ناسته کې له افغان ملت ګوند څخه د استعفا ورکولو د اعلان تر څنګ په سوداګريزو چارو هم خبرې وکړې.  

نوموړي زياته کړه،په شمال او يا هم په بلخ کې ، چې د سوداګرۍ پر وړاندې کومې ستونزې شته دي، يو لامل يې د هېواد سياسي مسايل دي، چې تشريح کول به يې ګردي ميز ته اړتيا ولري.

د هغه په وينا، د شمال د سوداګرو او په ځانګړې توګه د حيرتان بندر د سوداګرو بله ستونزه دا ده، چې ازبکستان د افغانستان لپاره يو ښه تجارتي ګاونډی هېواد نه دی شوی.

برنا وويل، چې په منځنۍ اسيا کې سوداګرۍ مافيايي بڼه غوره کړې ده، چې له دې امله هم د دواړو هېوادونو سوداګريزې اړيکې سمې پر مخ نه شي تلای.

نوموړي زياته کړه، چې ځينې سوداګرو ته له امو سينده پورې غاړه ښې سوداګريزې اسانتياوې برابرېږي او ځينو ته بيا نه وي، چې دغه ډول سوداګريز چلندونه سوداګريزه سيالي زيانمنوي.

د هغه په وينا، د همدې ستونزو له امله په حيرتان بندر کې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې دي، پخوا به په شپه ورځ کې د صادراتو او وارداتو کچه د ورځې له دوه سوه واګونو (پر حيرتان بندر د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد ډبې) ته رسېده، چې اوس تر شلو پورې وي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رييس وويل، تر هغه چې د افغانستان يو لوړپوړی پلاوى په حيرتان بندر کې له ازبکستان هېواد سره د شته ستونزو د حل په موخه ازبکستان ته رسمي سفر ونه کړي،نو شته سوداګريزې ستونزې ژر له منځه تلونکې نه دي.

همداراز ډاکټر محمد هاشم برنا، چې په شمال زون کې د افغان ملت ګوند مسوول و، نن يې له دغه ګوند څخه د خپل ګوښه توب خبر هم ورکړ.

نوموړي زياته کړه: ((زه چې اوس له کومې طرحې او ليدلوري سره کار کول غواړم، د افغان ملت ګوند چوکاټ ورته ډېر وړوکی دی.))

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.