ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ولسمشرۍ ته د سياف کانديدي قطعي شوه”

“ولسمشرۍ ته د سياف کانديدي قطعي شوه”

author avatar
16 Jul 2013 - 23:39
“ولسمشرۍ ته د سياف کانديدي قطعي شوه”
author avatar
16 Jul 2013 - 23:39

کابل (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٢): د ملي اېتلاف يوه سرچينه وايي، چې عبدالرب رسول سياف راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته خپله  کانديدي اعلان کړې، مارشال فهيم او محقق يې هم د خپلو مرستيالانو په توګه ټاکلي دي.

د دولت د سياسي مخالفې ډلې ملي اېتلاف يوه لوړ پوړي چارواکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو شمېر مطرحو سياسي څېرو تېره شپه په کابل کې د مارشال فهيم په کور کې د يوې غونډې په ترڅ کې پر ياده موضوع هوکړه کړې ده.

د دې سرچينې په وينا، په دې غونډه کې عبدالرب رسول سياف، مارشال محمد قسيم فهيم، اسماعيل خان، عبدالله عبدالله، يونس قانوني او يو شمېر نورو پخوانيو جهادي شخصيتونو ګډون درلود.

د ملي اېتلاف دغه چارواکي وويل: ((په دې ناسته کې د استاد سياف په کانديدۍ او مارشال فهيم او محمد محقق په مرستيالۍ پرېکړه وشوه او له عبدالله عبدالله او قانوني څخه د دې طرحې د ملاتړ غوښتنه وشوه.))

د اسلامي اتحاد ګوند پخوانى مشر عبدالرب رسول سياف، چې د مجاهدينو له مطرحو ګوندونو څخه و، اوس مهال د دعوت اسلامي ګوند مشري پر غاړه لري او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازى دى.

عبدالرب رسول سياف ته يوه نږدې کس په ياده ناسته کې د رسول سياف د ګډون پخلى وکړ، خو په دې اړه يې د جزئياتو له ورکړې بې خبري وښوده او محمد محقق هم وويل، چې په دې اړه څه معلومات نه لري.

د ملي اېتلاف د دغه مقام په وينا، دا غوښتنه د اسماعيل خان په منځګړيتوب شوې؛ خو ډاکتر عبدالله د دې غوښتنې له منلو ډډه کړې او ويلي يې دي، چې په دې اړه به وروستى تصميم د ملي اېتلاف د لارښودې شورا له خوا ونيول شي.

عبدالله عبدالله د ملي اېتلاف مشر دى، چې د ١٣٨٨ لمريز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د حامد کرزي لوى سيال و.

ويل کېږي ، چې يونس قانوني هم د يادې طرحې غوښتنې ته پرېکنده ځواب نه دى ورکړى.

له عبدالله عبدالله نه له دغه تازه ټاکنيز اېتلاف څخه د ملاتړ غوښتنه داسې مهال کېږي، چې د پژواک د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د ملي اېتلاف کاري کمېټې په خپله وروستۍ ناسته کې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته د عبدالله عبدالله له کانديدۍ ملاتړ کړى دى.

د ټاکنو د قانون لايحه له زياتو بحثونو وروسته تېره ورځ د مشرانو او ولسي جرګو د ګډ کمېسيون له خوا د ځينو بدلونونو په راوړلو سره تصويب او د ولسمشر توشېح ته واستول شوه.

ټاکل شوې، چې د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې په ١٦مه نېټه ترسره شي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.