کندهار (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٢): د کندهار د پخواني ښاروال غلام حيدر حميدي په نوم د فوټبال سيالۍ تېره شپه په احمدشاهي لوبغالي کې پيل شوې.
دغه ټورنمنټ چې د روژې مياشتې تر وروستيو به دوام ولري، هره شپه به تر روژه ماتې وروسته د برېښنا په رڼا کې د فوټبال درې درې دوستانه لوبې ترسره کېږي.
د کندهار د سپورټ امريت مرستيال مدير اغا د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار د پخواني وژل شوي ښاروال غلام حيدر حميدي په وياړ د فوټبال لوبې دغه ټورنمنټ د سپورټ امريت او د کندهار ښاروالۍ په ګډ زيار پيل شوى دى.
هغه زياته کړه، په ټورنمنټ کې د کندهار ښار او ولسواليو د فوټبال ٩٠ لوبډلې برخه لري، چې هره شپه به تر لسو بجو وروسته د دريو ټيمونو تر منځ لوبې کېږي.
د نوموړي په وينا، د ټورنمنټ موخه د روژې په مياشت کې د لوبغاړو تمرين او ځوانانو ته د سالمې بوختيا برابرول دي.
د ښايسته کندهار په نوم د فوټبال د يوې لوبډلې لوبغاړي محمد حليم حلميار پژواک اژانس ته وويل، چې د شپې له پلوه پيل شوى دغه ټورنمنټ د لوبغاړو لپاره ډېر ګټور دى، ځکه ډېر لوبغاړي د شپې له خوا سمه لوبه نه شي کولاى، نو په دې توګه به هغوى د دې جوګه شي، چې د شپې له پلوه هم سمه لوبه وکړاى شي.
د دغو لوبو د نندارې لپاره په لومړۍ شپه هم له کندهار ښار او نږدې ولسواليو په زرګونو ځوانان راغلي وو.
د کابل شاه سيمې يوه اوسېدونکي خالد احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چې اوسمهال د کندهار امنيت تر پخوا ښه شوى، نو ډېر ځوانان د لوبو نندارې ته راځي.
هغه وويل، د شپې له پلوه د فوټبال لوبو دغه ټورنمنټ د روژې په مياشت کې د ځوانانو لپاره د تفريح او نندارې ښه فرصت دى.
بلخوا د کندهار ښاروالۍ مسوولين وايي، دا چې له تېرې څه مودې راهيسې د احمد شاهي لوبغالي ټولې چارې ښاروالۍ ته سپارل شوې، نو له هر ننداره کوونکي څخه لوبغالي ته د داخلېدو پر مهال ٣٠ افغانۍ اخلي.
د ښاروالۍ وياند زمري څرګند پژواک ته وويل، په تر لاسه شوو پيسو به د لوبغالي د ساتنې، سمسورتيا او نورو پرمختيايي کارونو چارې تر سره کېږي.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن